کابل ( پژواک ۸ مرغومى ٩٢ ) : د بنګله دیش د ۱۹ کلنو ځوانانانو د کرکټ لوبډلې د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ته په اسيايي سياليو کې ماتې ورکړه.
د اتو لوبډلو په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د مرغومي په ٧مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ۸ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان نن خپله دویمه لوبه د بنګله دیش د ځوانانو له لوبډلې سره ترسره کړه.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ځوانانو لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
هوتک وویل چې د بنګله دیش لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.
د نوموړي په وینا، د افغانستان له لوري سید شیرزاد او عبدالله عادل ۳، ۳، مجتبی ۲، حشمت الله شاهدي او ضیا الرحمن یو یو لوبغاړی وسوځول.
هوتک وايي ، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ۴۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر ناصر احمدزي ښه لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې.
پرون افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړې وه، او خپله دریمه لوبه به له مالیزیا سره ترسره کوي.
نن په نورو سياليو کې هند نيپال ته، او سریلانکا مالیزیا ته ماتې ورکړه.
يادې سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان، نيپال او متحده عربي مارات او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش ، سريلانکا او د ماليزيا دي.
د يادونې ده ، دا دويم ځل دى چې د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.