کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت وايي، په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري په موخه يو دولتى پلاوى دې هېواد ته لېږي.
د سعودي عربستان دولت له دې هېواده د هغو کارګرانو د وېستلو پرېکړه، چې په دې هېواد کې د کار او د اوسېدنې لازم اسناد نه لري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، يو شمېر افغانانو د جنګونو په کلونو کې د مجبوريتونو له مخې، بهرني پاسپورتونه ترلاسه کړي او د کار لپاره عربي هېوادونو ته تللي دي، خو کله چې په افغانستان موقت او له هغه وروسته انتقالي او منتخب دولت رامنځ ته شو، د افغانستان دولت د زرګونو افغان کارګرانو ستونزې په دې برخه کې حل کړې او د دوی بهرني پاسپورتونه يې پر افغاني پاسپورتونو، البته د اسنادو پر بنسټ تبديل کړل.
خو هغه وايي، اوس چې عربستان دولت تصميم نيولى، چې د بهرنيو کارګرانو په برخه کې خپل طرز العملونه تبديل کړي، نو د افغانستان دولت پرېکړه کړې چې د بېلابېلو دولتي ادارو يو ګډ پلاوى سعودي عربستان ته ولېږي.
ده زياته کړه، پلاوى به د سعودي له اړوندو چارواکو سره د افغان کارګرانو د ستونزو د هوارې په موخه خبرې اترې او لازم اقدامات تر سره کړي.
خو هغه ونه ويل، چې په سعودي کې څومره افغانان په کار بوخت دي.