جلال اباد (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): په ننګرهار کې د سولې له ولايتي کمېټې سره د وسله والو مخالفينو يوه لس کسيزه ډله يو ځاى شوه.
د ننګرهار د سولې ولايتي شورا منشي مولوي عباس د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې لس کسيزې ډلې له دې مخکې د ننګرهار په کوټ، بټي کوټ، رودات او اچين ولسواليو کې ورانکارې کړنې ترسره کولې.
هغه زياته کړه، چې د دې ډلې په يو ځاى کېدو کې پر ملي امنيت سربېره د سولې له کمېټې سره يوځاى شوو پخوانيو قوماندانانو هم هلې ځلې کړې دي.
د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره اته ميله وسله هم راوړې ده.
د يادې ډلې قوماندان فرمان پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو لاس اخلي.
هغه زياته کړه: ((تراوسه نه پوهېدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو، موږ خو د پاکستان اى اېس اى غولولو، پيسې يې راکولې.))
نوموړي په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غولېدلى، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکاره کړنو مخه نيسي.
دى وايي، چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د وسله والو مخالفينو د روزنې مرکزونه موجود دي او د هغوى پر پيسو روزل کېږي او هېواد ته د ورانکاره فعاليتونو په موخه را استول کېږي.
د سولې له بهير سره يو ځاى شوى وسله وال چې خپل نوم سبحان الله ښيي پژواک ته وويل، دوى ته د پاکستان د اى اېس اى له خوا پيسې ورکول کېدې، چې په افغانستان کې ورانکاره کړنې وکړي.
هغه زياته کړه: ((ډېرې پيسې به يې موږ ته په هدفي ماينونو راکولې، خو ټولې زموږ جېبونو ته نه تلې.))
ده پر نورو وسله والو غږ وکړ، چې د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.
ياده دې وي، چې تر دې مهاله د سولې له ولايتي کمېټې سره شاوخوا ٢٥١وسله وال له سپکو او درنو وسلو سره يو ځاى شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP