خوست (پژواک ١٤ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير له دريو ساتونکو سره ووژل شو.
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د مرغومي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياتوي، چاودنې د خولبسات په سيمه کې د ملي امنيت مدير اعتبارالدين او ورسره ساتونکې يې ووژل.
د يادې سيمې اوسېدونکي فتح الله پژواک اژانس ته وويل، پرون مازديګر يې د درنې چاودنې غږ واورېده، خو د پېښې ځای ته لږ وروسته پوليس ورسېدل او چا ته يې د ورتګ اجازه نه ورکوله.
تر دې مهاله د يادې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.