Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فيض اباد کې اورلګېدنې زيانونه اړولي

فيض اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د غاليو او مبايل پلورنې څلور هټۍ وسوځېدې او هټۍ وال ادعا کوي، چې لسګونه زره ډالر زيان ور اوښتى دى.

دا هټۍ د فيض اباد په زاړه ښار کې دي او تېره شپه په کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه.

د احمدفريد په نوم يو هټۍ وال وايي، چې مبايل پلورنځى يې تړلى و او اور لګېدنه د ماخوستن شپږ نيمې بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګاونډيو هټۍ والو ورته ټيلېفون وکړ، خو کله چې د پېښې ځاى ته ورسېد، نو اوبه له ورخه تېرې وې.

دغه هېټۍ وال ادعا وکړه، چې ١٥زره ډالر زيان ور اوښتى دى.

احمد فريد د اطفايې پر ځواک نيوکه وکړه او ويې ويل، درې نورې هټۍ هم، چې غالۍ، بوټونه او خوراکي توکي يې پلورل، د اور خوراک شوې او هرې هټۍ ته له ١٠  تر ١٥زره ډالرو پورې زيان رسېدلى دى.

خو د بدخشان د اطفايې مدير عبدالجبار سروش وويل، چې د دوى کارکوونکي پر مناسب وخت د پېښې ځاى ته رسېدلي او اور لګېدنه يې له ٢٠ دقيقو وروسته مړه کړې ده.

سروش زياته کړه، چې که اطفائيه نه واى ورغلې امکان و چې اور نورو هټيو ته هم غځېدلى واى، د دوى کاروونکو نورې هټۍ له دغه خطره ژغورلې دي.

زيانمن وايي، چې د اور لګېدنې پر علت نه پوهېږي او له دولت څخه غواړي، چې د دوى زيانونه ورکړي.

خو د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير کراکت وايي، د لومړنيو څېړنو له مخې د اور لګېدنې لامل د برېښنا شارټي بلل شوې، خو وروسته چې د اور لګېدنې اصلي لامل څرګند شي، نو سيمه ييز چارواکي به له زيانمنو سره د مرستې اقدام وکړي.

د ويلو ده، تېر ژمى هم د فيض اباد ښار په يوه سوداګريز مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله ٢٠ هټۍ د اور خوراک شوې، چې له شل ميليونه افغانيو زيات زيانونه يې واړول.  د يادې  اور لګېدنې لامل د ګاز ډبه بلل شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.