ژبه

غزني کې د صنعت پراختیا؛ په تېر یوه کال کې د کارخونو جوړولو ۶۰ جوازونه صادر شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د پانګونې لپاره د سوداګرو لېوالتیا ډېره شوې؛ په تېر یوه کال کې یې د کارخونو جوړولو لپاره ۶۰ نوي جوازونه وېشلي او لسګونو نورو کسانو هم د پانګونې لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د غزني د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي حضرت موسی ابومنصور پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د پانګونې د زیاتوالي تر ټولو مهم لاملونه د امنیت ټینګښت او د مناسب اقتصادي چاپېریال رامنځته کېدل دي.

هغه زیاته کړه، د صنعتي فعالیتونو پراختیا نه یوازې پانګه‌وال هڅولي، بلکې د کارموندنې فرصتونه یې هم زیات کړي دي.

د نوموړي په خبره، په تېر یوه کال کې یې تر ۶۰ پورې د لویو او کوچنیو کارخونو جوړولو لپاره جوازونه وېشلي او پانګونې شوې دي او ۷۰ نوي غوښتنلیکونه دغه ریاست ته سپارل شوي دي.

دی زیاتوي چې یادو کسانو تر لسګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې او دغه‌راز په دې سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۱۰ فعالې کارخونې شته چې د غالۍ اوبدنې، پلاستیک، کارتن، مینځونکو موادو او خوراکي توکو د تولید، چپلکو جوړولو او همدارنګه تفریحي برخو لکه سوناوو او جمنازیمونو په ګډون په لسګونو نورو برخو کې فعالیت کوي.

د هغه په وینا، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د لویو او کوچنيو کارخونو لپاره دوه صنعتي ښارګوټي ووېشل شي.

د ده په خبره، دغه ښارګوټي د غزني ښار د اسفنده او د قره‌باغ ولسوالۍ په موشکي سیمه کې پانګه‌والو ته سپارل کېږي.

نوموړی وایي، د دغو ښارګوټو جوړولو چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي او د دوو نورو صنعتي ښارګوټو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

په دغه ولایت کې یو پانګه‌وال حاجي محمدالله وایي: «پخوا مو د امنیتي ستونزو له امله دلته پانګونه نه شوای کولای، خو اوس شرایط بدل شوي دي؛ موږ خپل کاروبارونه له بهرنیو هېوادونو لکه دوبۍ او پاکستانه بېرته خپل هېواد ته را انتقال کړي او د پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه وینو.»

یو بل پانګه‌وال محمدرحیم رسولي هم ورته نظر لري، خو ټینګار کوي چې که د برېښنا، بازارموندنې او صنعتي اسانتیاوو برخو کې لا ډېر کار وشي، د پانګونې کچه به لا پسې لوړه شي.

دوی له حکومته غواړي چې د صنعتي پارکونو پراختیا، د برېښنا دوامداره تأمین او د بازارموندنې ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د پانګونې بهیر لا چټک شي.

ورته مهال، د غزني عام اوسېدونکي هم د دغه بدلون هرکلی کوي او وایي چې د نوو فابریکو او کارخونو په جوړېدو سره کاري فرصتونه ډېر شوي دي.

د غزني یوه اوسېدونکي هارون اریا پژواک ته وویل چې دغه بدلون د بې‌کارۍ کمېدو او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره مهم ګام دی، خو ټینګار کوي چې اړتیا ده کارونه نور هم وغوړېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد فاروق بویا هم وایي: «یوازې د فابریکو جوړېدل بسنه نه کوي، حکومت باید د برېښنا، سړکونو، بانکدارۍ او بازار پراختیا برخو کې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د هغه په خبره، که اوږدمهاله تګلاره عملي شي، غزني کولای شي په راتلونکې کې د هېواد په کچه پر یو مهم صنعتي مرکز بدل شي.

باید وویل شي چې په ټوله کې په غزني کې د پانګونې زیاتوالی د اقتصادي ودې یوه هیله‌بښونکې نښه بلل کېږي، خو د کارپوهانو په اند، د دغه بهیر د پایښت لپاره د دولت او خصوصي سکټور ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.