Language

يوه سړي د خپلې ښځې تر ټپي کولو وروسته ځان وژنه کړې

چاريکار (پژواک ٢٣ سلوغه ٩٢): په پروان ولايت کې يوه سړي لومړى خپله مېرمن په ښکاري ټوپک ټپي کړې او وروسته يې ځان وژنه کړې ده.

د پروان د جبل سراج ولسوالۍ ولسوال د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن د جبل سراج ولسوالۍ په پايان ګذر سيمه کې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.

هغه د ياد کورني تاوتريخوالي په اړه ، چې د دې پېښې لامل شوى معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه ، چې د پوليسو څېړنې په دې اړه روانې دي.

دسکندري په وينا، پوليسو د دې پېښې په تړاو يو تن نيولى او ټپي شوې مېرمن د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پروان ولايت د عامې روغتيا مشر محمدقسيم سعيدي د يادې مېرمنې روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د يادونې ده، څو موده مخکې هم يوه مېرمن د جبل سراج ولسوالۍ په قادرخېلو سيمه کې د مېړه له خوا د چاقو په ګوزار وژل شوې وه.

 

Related Topics