خوست (پژواک ٧ کب ٩٢): د خوست د کليو پراختيا رياست په راتلونکي لمريز کال کې د بيارغونې ۳۳۰ لويې او کوچنۍ پروژې پلې کوي.
دغه څرګندونې د ياد رياست د ټولنيزو او پرمختيايي چارو مسوول احمدرحيم د (سيکا) له لوري د دولتي ادارو د وړاندې کېدونکو خدمتونو د جوړ شوي نندارتون په پرانيسته کې وکړې.
دغه نندارتون په خوست کې د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د (SIKA) په نوم د يوې غيردولتي موسسې له خوا له ټولو حکومتي او غير حکومتي ادارو جوړ دی.
په دغه ولايت کې د (SIKA) مرستيال عبدالستار مقبل وايي، چې په دغه نندارتون کې د کابو ۵۸ دولتي او غير دولتي ادارو د تېرو څو کلونو په موده کې ټولې لاسته راوړنې ښودل کېږي او دوه ورځې دوام کوي.
د کليو پراختيا رياست د ټولنيزو او پرمختيايي چارو مسوول احمدرحيم د ياد نندارتون ګډونوالو ته وويل، چې يادې ۳۳۰ پروژې د ياد رياست په چوکاټ کې د ملي پيوستون د پروګرام يوه برخه ده، چې راتلونکی کال به پلې شي.
احمدرحيم وويل، چې دغه پروژې په صبريو، باک، عليشېر او تريزايي، موسی خېل، تڼي، ځاځي ميدان او اسماعيل خېلو او مندوزيو کې په پلان کې نيول شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، ژورې څاه ګان، د جرګو تالارونه، پلونه، پلچکونه، کليوالي سړکونه او ځيني نور شامل دي.
نوموړي وويل، چې تر اوسه د دغو پروژو لګښت نه دی معلوم شوی او په دې اړه به وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس هم د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې ۲۵۹ د بيارغونې پروژې تر کار لاندې دي، چې کابو ۲۷۳ ميليونه افغانۍ لګښت پرې کېږي.
د دغه ولايت د کليو پراختيا رياست د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې استنادي دېوالونه، د اوبو شبکې، پلچکونه او د جرګو لپاره تالارونه شامل دي.
د خوست د کليو پراختيا رييس انجينر محمدعثمان مهيدي وايي، چې د دغو پروژو د جوړېدو کارونه به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د (سيکا) له خوا هم د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې ۱۴۰ پروژې پيل شي، چې ۲۵۰ ميليونه افغانۍ ورته ځانګړې شوي دي.
په خوست کې د ملي پيوستون پروګرام له پيله تر اوسه د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې ۱۱۴۹ کلي تر پوښښ لاندې راوستلي او ۲۰۰۰ کوچنۍ او ځينې لويې پروژې يې په کې پلې کړې دي.