ژبه

د خوست پر يوه سرحدي پوسته طالبانو بريد کړى

خوست (پژواک ٥ ورى ٩٣): د خوست په سرحدي سيمه چرګوټي کې د سرحدي پوليسو پر يوې لويې پوستې تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو بريد کړی او له منځه يې وړې ده.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ له پژواک اژانس سره په خبرو کې دومره تاييد کړه، چې د چرګوټي پر پوستې طالبانو بريد کړی، دواړو خواوو ته تلفات اوښتي او ځينې وسلې او وسايط طالبانو تخريب کړي دي.

د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته دغه بريد تاييد کړ او ويې ويل، ځيني هاموې او رينجر موټر او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې طالبانو له ځان سره وړي او ځينو ته يې اور اچولی دی.

هغه زياته کړه، چې د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

خو په سوېل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان سيف الله سرحدي د ټيلېفون په کرښه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد بريد کې يوازې يو رينجر موټر تخريب شوی، نور موټر او وسلې پر خپل ځای پاتې دي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

په ورته مهال د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ وياند محمد ادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پوستې د طالبانو په بريد کې ٥ طالب وسله وال او يو سرحدي پوليس وژل شوي او درى پوليس ټپيان شوي دي.

مومند وايي: ((دغه بريد د شپې کابو درى بجې رامنځته شو او کابو درى ساعته يې دوام وکړ، زموږ د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون قطعه د خپلو پوليسو د ملاتړ لپاره ور رسېدلې وه، چې له امله يې  وسله وال له سيمې تېښتې ته اړ شول، د کشفي راپورونو له مخې ياد وسله وال  ګروپ چې تعداد يې تر دوه نيم سوو تنو و، د سرحدي پوليسو له سخت مقاومت سره مخ شول.))

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګل نواز پژواک اژانس ته وويل، چې له نيمې شپې څخه تر سهاره يې د سپکو او د درنو وسلو غږونه اورېدل.

نوموړي وويل، څلورو پوليسو ته، چې له يادې پوستې څخه په تېښته بريالي شوي وو، دوی په خپل کلي پناه ورکړه، په داسې حال کې، چې نه يې بوټونه پر پښو وو او نه هم وسلې ورسره وې.

ګل نواز وويل، يادو پوليسو ورته ويلي، چې وسله وال طالبان په سلګونه تنه وو او پر پوسته يې له هرې خوا د درنو او سپکو وسلو بريدونه وکړل.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي او د دفاعي کمېسيون مشر همايون همايون پژواک ته وويل، چې د دې پوستې او ځينو نورو سرحدي پوستو د پياوړتيا لپاره يې له مسوولو چارواکو سره څو ځلې خبرې کړې وې.

نوموړي وويل، حکومت پر دې پوهېده، چې دغه سيمه د وسله والو طالبانو له جدي خطر سره مخ ده، خو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو په دې برخه کې غفلت کړی دی.

همايون وايي، چې د دې پېښې وضاحت به له يادو دواړو وزارتونو څخه په جرګه کې وغواړي او که غافل وپېژندل شي، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

د يادونې ده، دغه پوسته څو کاله مخکې امريکايي ځواکونو جوړه کړې وه، خو څو مياشتې مخکې يې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلې وه.

ويل کېدل، چې په دې پوسته کې اوسمهال تر پنځوسو پورې افغان امنيتي ځواکونه مېشت وو.

ورته موضوع