کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د سوېلختیځې اسیا هېوادونو مشرانو د ایران او امریکا د جګړې د پایلو او په سیمه کې د انرژۍ د بیو لوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د فلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور د سوېلختيځې اسیا هېوادونو اتحاديې (اوسهان)غونډې د پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل جګړې په سیمهییزو هېوادونو او په منځني ختیځ کې د دغو هېوادونو د وګړو د ژوند لګښتونه لوړ کړي او د هغوی معیشت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د اسهان غړي هېوادونه باید د انرژۍ د عرضې د ثبات ساتلو او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلې همغږۍ زیاتې کړي.
په راپور کې راغلي چې د سوېلختیځې اسیا هېوادونه له هغو سیمو څخه دي چې د هرمز تنګي له کړکېچونو یې ډېر زیان لیدلی؛ ځکه د سیمې د اړتیا وړ د نفتو او ګازو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.
راپورونه ښيي چې اسهان به په خپله ګډه اعلامیه کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو، د انرژۍ د همکاریو د پیاوړتیا او د کړکېچ پر مهال د همغږۍ د ښه کولو غوښتنه وکړي.
د انرژۍ د کړکېچ له امله، د سیمې ځینو هېوادونو لکه ټایلنډ، ویتنام، اندونیزیا او مالیزیا د انرژۍ د بیو محدودولو او د سپمايي پروګرامونو په څېر تدابیر نیولي دي.