ژبه

“افغانانو ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو د مخنيوي ښه پلانونه جوړ کړي”

واشنګټن (پژواک ١٣ ورى ٩٣): امريکا وايي ، چې افغانانو د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په پرتله اوس د درغليو او سرغړونو د مخنيوي لپاره ښه پلانونه او پروګرامونه نيولي دي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماري هارف په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې افغانانو اوس د درغليو او سرغړونو د مخنيوي لپاره ښه چمتوالى نيولى اوس  کولى شي په ښه توګه د دې مخه ونيسي.

د نوموړي په وينا، افغانانو اوس د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په نسبت د درغليو د مخنيوي لپاره ښه سيستمونه جوړ کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې پر ټولو کانديدانو  او د افغانستان پر خلکو چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون کوي، غږ وکړ، چې دغه پروسه دې له قانون سره سمه پر مخ بوځي.

 د هغې په وينا، د افغانستان امنيتي ځواکونه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره په ګډه کار کوي، څو د ټاکنو په ورځ د رايو د مرکزونو امنيت خوندي کړي او مرکزونه پرانيستي وي.

ماري هارف وايي: ((د ټاکنو امنيت افغان ځواکونو پر غاړه اخيستى، نړيوال ځواکونه ورسره يواځې د همکار او سلاکارانو په توګه مرسته کوي.))

نوموړې زياته کړه، چې که څه هم په دې  وروستيو کې د نا امنيو پېښې رامنځته شوې، خو دا هم ليدل شوي چې ګن شمېر افغانانو په ټاکنيزو کمپاينونو کې ګډون وکړ  او غواړي چې په پراخه کچه په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.