کابل (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي له حکومت څخه او چارواکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې درغلي ونه کړي، که نه نو هېواد به د بحران لور ته ولاړ شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل ښار کې خپلو سلګونو پلويانو ته په وينا کې وکړې او زياته يې کړه، د ټاکنيزو کمپاينونو له لومړۍ ورځې ارګ په ټاکنو کې مداخله پيل کړه، يو شمېر وزيرانو او واليانو له مشخص کانديد څخه ملاتړ وکړ.
هغه وايي: “پر وزيرانو، واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانو غږ کوم، چې افغانستان د بحران خواته مه بيايئ او د پيسو په مقابل کې افغانستان مه خرڅوئ.”
خو نوموړي د چا نوم په ډاګه نه کړ.
ده د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه هم وغوښتل، چې له ژمنې سره سم د درغليو مخه ونيسي، رڼو او عادلانه ټاکنو ته زمينه برابره کړي.
نوموړي دغه راز له ګاونډيو هېوادونو هم هيله وښوده، چې د افغانستان خلک دې پرېږدي، چې خپل برخليک په خپله وټاکي.
د هغه په وينا، د برياليتوب په صورت کې به له ګاونډيو هېوادونو افغان کډوال راستانه کړي، ځکه د ده په خبره، په دې سره به د بهرنيو لاسوهنې پاى ته ورسېږي.
د ولسمشرۍ کانديد وويل، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو په هېواد کې به سوله راولي، ښه حکومتوالي به رامنځ ته کړي، قانون به پلى کړي او د فساد پر ضد به مبارزه وکړي.
شېرزي ژمنه وکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به محراب او حکومت سره ونښلوي، ديني علماوو ته به په ژوند کې اسانتياوې برابرې کړي، د معيوبينو او معلولينو له حقونو به دفاع وکړي.
تمه ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې دوه ورځې وروسته ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP