ژبه

مزارشريف کې پژواک له ټاکنو د افغانانو د څار شبکه جوړه کړه

مزارشريف (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د پژواک خبري اژانس له خوا ((له ټاکنو د افغانانو څار)) په نوم شبکه جوړه شوه.

دغه شبکه د وري په ۱۳مه په مزارشريف ښار کې د شمال د خبريالانو په ټولنه کې د معلوماتي سيمينار له لارې پيل شوه، چې۶۰ کسانو په کې برخه اخيستې او د غړيتوب ژمنه يې وکړه.

په بلخ کې د پژواک خبري اژانس مسوول ذبيح الله احساس وويل، چې د ټاکنو د څار دغه شبکه به د ټاکنو د پروسې په اوږدو کې له دوی سره د ټاکنو د درغليو، سرغړونو او تقلب په اړه اړيکه ټينګوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه سيمينار کې د خبريالانو په ګډون، د کانديدانو د ناظرينو او د مدني ټولنو نږدې ۶۰ غړو سره د معلوماتي سيمينار له لارې د ټاکنو د څار په اړه معلومات شريک کړل.

د هغه په وينا، ګډون کوونکو ته د ټيلېفون، د موبايل د پيغام د لېږد، فېسبوک، ټوېټر او د afghansvote ويبپاڼې له لارې د اړيکو د ټينګښت په اړه معلومات وړاندې شول.

احساس وويل، پژواک د يادې شبکې له لارې هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د ټاکنو د درغليو په اړه معلومات راټول کړي.

د ياد سيمنار ګډونوال او د شمال خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور وويل، دوی خوښ دي، چې د ټاکنو د روڼتيا په اړه د روانو هڅو يوه برخه شول.

نوموړي زياته کړه، دی يقين لري، چې د مزارشريف اوسېدونکي به له پژواک سره د ټاکنو د درغليو او تقلب په اړه د معلوماتو په راټولېدو کې مرسته کوي.

همداراز د سيمينار ګډونوالې او د ټاکنو د څار شبکې غړې هاجرې وويل، دوی به هڅه کوي، چې د ټاکنو په اړه د درغليو معلومات له افغان وټ سره شريک کړي.

نوموړې زياته کړه، چې دوی به د موبايل د پيغام د لېږد له لارې له افغان وټ سره شېبه په شېبه معلومات شريکوي.

د يادونې ده، د سيمينار په پای کې ګډونوالو د افغان وټ پروشرونه او معلوماتي پاڼې له ځان سره واخيستې، چې په خپلو سيمو کې د ټاکنو د څار شبکې ته لا پراختيا ورکړي.

په بلخ کې د پژواک خبري اژانس له خوا د ټاکنو د څار دا دويمه شبکه ده، چې په کار يې پيل وکړه، څلور ورځې وړاندې هم د مدني ټولنو د غړو پنځلس کسيزه شبکې په کار پيل کړی و.

همداراز تېره ورځ په کابل کې يو شمېر وتلو ژورنالېستانو او د مدني ټولنې غړو ته هم د پژواک خبري اژانس د مرکزي دفتر له خوا معلوماتي ورکشاپ جوړ شو.

په دغه ورکشاپ کې هغوى ته د پژواک خبري اژانس د ځانګړې پاڼې په اړه چې راتلونکي ټاکنې تر پوښښ لاندې راولي او په دغه بهير کې د سرغړونو په اړه خبرونه، تصويرونه او ويډيو ګانې په مستند ډول خپروي، معلومات ورکړل شول.

د يادونې ده، پژواک خبري اژانس (Pajhwok Afghan News) د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې لوړولو په موخه د افغانانو د رايې په نوم (Afghans Vote) يوه خپلواکه، ازاده او بې پلوه ټولنيزه شبکه هم جوړه کړې ده.

په دې شبکه کې به ټول هېوادوال وکولاى شي، چې د ټاکنو په اړه خپل نظرونه، د سترګو ليدلى حال، راپورونه، مطالب، عکسونه او ويډيوګانې خپرې او وړاندې کړي.

پژواک د افغانانو رايې (www.afghansvote.af) د ټولنيزې شبکې په جوړولو کې له ټولنيزو رسنيو او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستو غواړي، خلکو ته په دې برخه کې په سمه توګه معلوماتو ته د لاسرسي او خپرولو په اړه ونډه ورکړي، چې موخه يې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو ډېره ونډه اخيستل، د هغوى د اواز پورته کول، له نورو کسانو سره د سترګو د ليدلي حال شريکول او په ټاکنو کې د زياتو خلکو ونډه اخيستل دي.

پژواک غواړي، چې د دې شبکې له لارې په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو کې ټاکنيزې سرغړونې او درغلۍ، ثبت او خلکو ته وړاندې کړي او دغه شبکه د ټاکنو د څارونکو او ليدونکو تر منځ د همغږۍ لپاره يو پياوړى ميکانيزم رامنځته کړي.