لومړى تعقيب خوست (پژواک١٥حمل٩٣): د خوست ولايت چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې په تڼيو ولسوالۍ کې د پوليسو د قوماندان د اى پي خبري اژانس پر دوو ښځينه بهرنيو خبريالانو ډزې کړي، چې يوه يې وژل شوې او بله يې سخته ټپي ده.
د خوست چارواکي وايي چې دغو خبريالانو له اسوسيتد پرس سره کار کاوه او دې ولايت د مرکو لپاره تللې وې.
د خوست د والي وياند مبازر محمد ځدراڼ وايي چې ټپي خبرياله د خوست په ولايتي روغتون کې بستري ده.
ځدران وويل چې، بريد د نقيب الله په نامه پوليسو د يوه بلوک د قومندان له لورې په داسې حال کې شوى چې دغه خبريالانې د تڼيو ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې له خلکو سره د انتخاباتو په اړه پر مرکو مصروفې وې.
د خوست ولايت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بريد کې د اى پي خبري اژانس عکاسه (انيا) چې د جرمني تبعه ده وژل شوې او د کېتي ګانن په نوم خبرياله چې د کاناډا تبعه ده تپى شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه خبريالانې دټاکنو دکميسيون دموادو درسونې دکاروان سره يادې ولسوالۍ ته تللې وې او غوښتل يې چې ديادې ولسوالۍ اونورو سيمو څخه دټاکنو ګزارش ورکړي.
خبرپاڼه وايي چې تورن قاتل پوليس نيول شوى او دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى.
عبدالمجید منګل د خوست د عامې روغتيا رييس د ټپي شوې خبريالې صحي حالت ډاډمن بولي.
منګل وويل چې دغه خبرياله د لاس په برخه کې ډېره ټپي ده.