ژبه

د ټاکنیزو توکو لیږدولو پر مهال د ملي اردو ۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه ( پژواک، ۱۵ وری ۹۳ ) : په هلمند ولایت کې د ټاکنیزو توکو دلیږد پر مهال د موټر د چپه کیدو له امله د ملي اردو ۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني د وري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن په ناوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه یادې سیمې ته د ټاکنو توکي لیږدول چې په لاره کې یې موټر چپه شو.

دی وایي چې په دې پيښه کې دوه سرتیري مړه او څلور نور ټپي شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او دهغوی روغتیایي حالت د ډاډ و ړ دي.