لښکرګاه ( پژواک، ۱۵ وری ۹۳ ) : په هلمند ولایت کې د ټاکنیزو توکو دلیږد پر مهال د موټر د چپه کیدو له امله د ملي اردو ۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال جنرال غلام فاروق پرواني د وري په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن په ناوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه یادې سیمې ته د ټاکنو توکي لیږدول چې په لاره کې یې موټر چپه شو.
دی وایي چې په دې پيښه کې دوه سرتیري مړه او څلور نور ټپي شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او دهغوی روغتیایي حالت د ډاډ و ړ دي.