خوست ښار ( پژواک ، ۱۷ وری ۹۳ ) : په خوست ولایت کې د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر زلمي رسول د کمپاین غړو د رایو شمیرلو پر مرکز برید کړي ، د رایو پنځه صندوقونه یې مات او د اشرف غني رایې یې ترې ویستي دي.
په دې ولایت کې د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني د کمپاین یو تن غړي کرامت خان خپلواک د وري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له ماښام وروسته د ولسمشرۍ د بل کاندید ډاکټر زلمي رسول د کمپاین مسوول سناتور عارف الله پښتون د رایو د شمېرلو مرکز ته په غیر قانوني توګه ورغلی و.
هغه زیاته کړه، چې نوموړي د رایو شمیر صندوقونه مات کړي ، د اشرف غني رایې ترې ویستي او د ډاکټر زلمي رسول لپاره یې جعلي رایې پاڼې پکې اچولې دي.
خپلواک ادعا وکړه، چې دوی له دې پيښې خبریدو سره سم یاد مرکز ورغلي او د زلمي رسول د کمپاین د مسوول ددغه غیر قانوني کړنې ویډیو یې هم اخیستی دی.
نوموړي داهم وویل چې د علیشیرو ولسوالۍ څخه د رایو د صندوقونو دوه لارۍ چې ښار ته روان شوي وو، په لاره کې نادرکه شوی دي.
کرامت خان ویره څرګنده کړه، چې کیدا شي دا لارۍ هم ځینو کسان پټ کړي وي او پکې د خپلې خوښې د کاندید رایې واچوي.
هغه زیاته کړه، چې ددواړو پيښو په اړه یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته شکایت کړی دی.
په خوست ولایت کې د ډاکټر زلمي رسول د کمپاین مسوول سناتور عارف الله پژواک اژانس ته ومنله چې نن له ماښام وروسته په غیر رسمي وخت کې د رایو د شمیرنې مرکز ته ورغلی و.
خو هغه دا خبره رد کړه، چې صندوقونه یې مات کړي او یا هم د زلمي رسول لپاره یې جعلي رایې اچولي دي
ده زیاته کړه : (( زموږ ناظرینو راپور راکړ، چې په دې مرکز کې د زلمي رسول رایې ویستل کیږي او داستاد سیاف رایې اچول کیږي، ځکه ورغلم.))
خو د ولایت مقام یوې سرچینې چې دنوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې عارف الله پښتون له خپلو وسلوالو ورغلی درایو د مرکز مامورین او ساتونکي یې وهلي ، د رایو پنځه صندوقونه یې مات او داشرف غني رایې ترې ویستلې دي.
ده زیاته کړه، کله چې هغه هڅه کوله،زلمي رسول ته رایې واچوي، امنیتي ځواکونه رسیدلي، خو پښتون له خپلو وسلوالو سره په تیښته بریالی شوی دی.
د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونه د پښتون د نیولو هڅې پيل کړې دي.
د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت هم یاده پيښه تایید کړې ده.
دامنیه قوماندان یاور پژواک اژانس ته وویل چې همدا اوس ( دشپې لس بجې) امنیه قوماندان، والي عبدالجبار نعیمي او د ملي امنیت رییس په دې اړه غونډه کړې ده .
په خوست کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون يوې سرچينې پژواک ته یاده پيښه تایید کړه، خو ویې ویل چې تر اوسه ورته چا رسمي شکایت نه دی کړی.