کابل(پژواک، ٢١ ورى ٩٣): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د اوړو بيه ټيټه شوې او د اوبلن ګاز بيه لوړه شوې ده، خو د نورو خوراکي توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په پرتله پنځوس کيلو پاکستانيو اوړو عمده بيه له ١٤٥٠ افغانيو څخه ١٤٠٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.
نوموړي د پاکستاني اوړو د بيو غورځېدو لامل څرګند نه کړ.
نوموړي وويل، چې نن هم د تېرو اوو ورځو غوندې د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٥٥٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلو پاکستانۍ اول سيله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېټره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او د يوه کيلو ويتنامي شين چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.
د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور، د هغو د عمده پلور سره زيات توپير کړى، خو په ځينو مورادو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د کارته سه يو پرچون پلورونکى هټيوال خانعلي وايي، چې نن پنځوس کيلوګرامه بوره په ١٧٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه په ١٥٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سيله پاکستانۍ وريجي په ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېټره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلوري.
خو د کابل د مريم لېسه بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو ګرام عربي سره زر په ٢١٠٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر په ١٧٥٠ افغانۍ دي.
د ډيزلو او پټرول تېلو بيه د تېرې پنجشنبې په پرتله کوم بدلون نه دى کړى.
د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک د مسوول عبدالبصير په خبره، نن پنجشنبه د يوه لېتر ډيزلو بيه ٦٠ افغانۍ او د يوه لېتر پټرولو بيه ٥٨ افغانۍ ده.
د اوبلن ګاز په بيه کې د تېرې اونۍ په پرتله لوړ والى راغلى.
د کابل ښار د ده افغانان يو ګاز پلورونکى محمد ذبيح وايي، چې نن يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي.
د پژواک اژانس خبريال د کابل ښار د لومړي مکروريان له ساحې څخه راپور ورکوي، چې په دې سيمه کې يو کيلو ګرام اوبلن ګاز تر ٦٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
خو د ګاز پلورونکو ټولنې رييس حاجي عبداللطيف هراتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اوبلن ګاز د بيو د لوړ والي لامل کابل ته د راغلو لويو لارو بندښت دى، چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د څو ورځو لپاره تړل شوې وې.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو درېيو ورځو کې د ګازو اړينه اندازه کابل ته رسېدلې او ډاډ ورکوي، چې د اوبلن ګاز بيه به ډېر ژر ښکته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کابل ښار په کچه د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ وه.
د کابل شهزاده سراى د صراف حاجي رحيم د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٥٧،١٥ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٦٢ افغانۍ ده.
تېره پنجشنبه ديوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٦٣افغانۍ و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP