جلال اباد (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ننګرهار د عالي لېسې د زده کوونکو تر منځ په نښته کې يو زده کوونکى سخت ټپي شوى دى.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوولس بجې د ننګرهار د عالي لېسې په انګړ کې د يو شمېر زده کوونکو تر منځ لومړى لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته په تاوتريخوالي واوښته.
نوموړى وايي، چې نښتې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ چې د يوولسم ټولګي يو زده کوونکى د مقابلې ډلې له لوري پر چاقوګانو ووهل شو.
ده زياته کړه: ((د نښتې په دوران کې له پوليسو مرسته وغوښتل شوه او پوليس پر خپل وخت راورسېدل.))
دى وايي چې د نښتې له پاى ته رسېدو سره سم يو شمېر کسان پوليسو ونيول او ځيني يې په تېښه بريالي شول.
د شينواري په وينا چې له ټپي شوي زده کوونکي ډېره زياته وينه بهېدلې او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د ننګرهار د سيمه ييز روغتون رييس ډاکتر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له سيمې ورته يو زده کوونکى ور وړل شوى چې دا مهال يې روغتيايي حالت ډېر نازک دى.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ياده پېښه تاييده کړې او زياته کړې يې ده چې يو شمېر زده کوونکي يې نيولي او په ځينو نورو پسې پلټنې روانې دي.
د يادونې ده، دا لومړى ځل نه دى له دې وړاندې هم په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکي او زده کوونکي له اقاربو سره نښته رامنځته شوې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن