ژبه

د ناټو دوه سرتیري ووژل شول

کابل ( ۸ غویی ۹۳) د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف وایي چې په افغانستان کې یې دوه سرتیري وژل شوي دي.

 

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر لخوا د غویي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سرتیري نن دافغانستان په ختیځ کې د وسلوالو مخالفینو په یوه برید کې وژل شوي دي.

 

خو ایساف  د پيښې کره ځای او د وژل شویو سرتیرو هویت نه دی په ډاګه کړی، باید وویل شي چې دافغانستان په ختیځ کې د ایساف امریکایي سرتیري میشت دي.

د تیرې جمعې په ورځ  په کندهار ولایت کې دایساف دیوې چورلکې د غورځیدو له امله پنځه بریتانوي سرتیري وژل شوي وو.

نن په ختیځ کې دغو دوو سرتیرو وژل کیدو سره په روان زیږدیز کال کې د ناټو د وژل شویو سرتیرو شمیره ۲۹ تنو ته ورسیده.