کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٣): د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د ځمکې ښويېدنې په پېښه کې له ځپل شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ روانه ده.
دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ رامنځ ته شوه.
د ځايي چارواکو په وينا، په دې ترڅ کې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور بې کوره شوي دي.
د ماليې وزارت له خوا د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا په غونډه کې د دولت لوړپوړو چارواکو د بدخشان او د شمال د نورو ولايتونو له سېلاب ځپلو سره مالي مرستې اعلان کړې.
سرچينې زياته کړې، لوړپوړو دولتي چارواکو دغه مرسته د ماليې د وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېل تر وړانديز وروسته اعلان کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ولسمشر دواړو مرستيالانو او يو شمېر وزيرانو د خپلې يوې مياشتې معاش، ځينو نورو وزيرانو د ١٥ ورځو او ځينو نورو يې د يوې اونۍ معاش د بدخشان او شمالي ولايتونو سېلاب ځپلو لپاره اعلان کړل.
همداراز د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي ١٠ زره ډالره، په دې جرګه کې د تخار استازي قدرت الله ذکي ٢٠ زره ډالره، د ننګرهار استازي سيداکرام ١٠زره ډالره، د فراه استازي سميع الله صميم ١٠ زره ډالره، د کابل استازي شېرولي وردګ ٨ زره ډالره، د فارياب استازې اصفې شاداب او د لوګر استازې شکيلا هاشمي دوه مياشتنۍ تنخوا او په دې جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست د ارګو له ځپل شوو کورنيو سره د ٣زره امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
همدا راز د بهرنيو چارو وزارت ټولو کارکوونکو هم له يادو ځپل شوو کسانو سره د يوې ورځې تنخوا د مرستې اعلان وکړ.
دغه راز نن د ميدان وردګو ولايت اړوند د مرکز او ولسواليو شاوخوا ١٥زره ملکي او پوځي دولتي مامورينو د خپلې يوې ورځې تنخوا د بدخشان د پېښې قربانيانو کورنيو ته ورکوي.
د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پرېکړه نن د والي عبدالمجيد خوګياڼي په مشرۍ د ملکي او نظامي چارواکو په غونډه کې وشوه.
د يو بل خبر له مخې، بدخشان ولايت ته له ننګرهار ولايت څخه د مرستو لومړى کاروان نن د فيض اباد پر لور روان شو.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايت مقام يو ځانګړى کمېسيون جوړ کړى تر څو د بدخشان ولايت له ځپل شوو سره د مرستو په جلبولو کې هلې ځلې وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې نن له ننګرهاره ٣٦ ټنه خوراکي توکي چې د يوه ملي سوداګر له لوري مرسته شوي، بدخشان ته ولېږدول شول.
ده زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې هڅې پيل کړې او ډېر ژر به موږ نورې مرستې هم راجلب او بدخشان ته به يې واستوو.))
دى وايي چې د ننګرهار ټول ولسونه او ولايتي اداره پر يادې غميزې د زړه له تله خواشيني دي او په ياد غم کې ځان شريک ګڼي.
د ګرديوال په خبره، چې په ننګرهار کې ځينې انفرادي مرستې هم راټولېږي خو دوى به هڅه کوي چې دغه مرستې په منظم ډول د بدخشان له ځپل شوو خلکو سره وکړي.
د ده په خبره، چې په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح ټولنې هم خپل کمپ لګولى او د بدخشان د ځپل شوو ته مرسته راټولوي.
نوموړي وويل که چېرې په ټولو افغانانو کې دا ډول احساس پياوړى شي نو په راتلونکي کې به ستونزې حل شي.
د سوداګرۍ خونې يوه غړي ډاکتر مخلص هم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ټولو سوداګرو ته خبر ورکړى چې د بدخشان له خلکو سره مرستې وکړي.
نوموړي وويل چې دوى به ډېر ژر په ډېره لويې کچې سره مرسته د بدخشان اوسېدونکو ته ور وړي.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولايت ټولو دولتي اداري کارکوونکو خپل يو ورځنى معاش، چې کابو يو اعشاريه اووه ميليونه افغانۍ کېږي، د بدخشان له خلکو سره د مرستې په موخه ځانګړى کړ.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې چې د پېښې قربانيانو ته په کې دعا هم وشوه، د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي وويل، چې له دې مرستې سربېره يې له ولسونو څخه په ښارونو او کليو کې د بسپنې راټولولو په موخه يو پلاوى ټاکلى دى.
دغه راز د ياد ولايت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دويمي پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد افضل وويل، چې د دوى هر سرباز سل او هر افسر دوه سوه افغانۍ مرسته د بدخشان د پېښې له قربانيانو سره وکړه.
له بل پلوه، د تحول او تداوم ټيم چې مشري يې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى کوي، د هېواد د شپږو ولايتونو له خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
د حکيم ناصر خسرو بلخي فرهنګي کانون مرستيال او د پيوند ملي ګوند مشر سيد منصور نادري وياند محمد ارشاد معنوي پژواک اژانس ته وويل، چې داد توکي په ٢٨ موټرو کې ځاى پرځاى شوي، چې د غويي په ١٦مه، سهار مهال به د بدخشان، فارياب، جوزجان، سرپل، سمنګان او بغلان ولايتونو ته ولېږدول شي.
ده زياته کړه، په دې توکو کې اوړه، غوړي، وريجې، چاى، خيمې، کمپلې، ګيلاسونه، د چاى ترموزونه او پلاستيک فرشونه شامل دي، چې ټولټال لګښت يې څه باندې ١٥٠زره امريکايي ډالره کېږي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP