کابل (پژواک، ٢٦ثور٩٣): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان هرکلى کوي او وايي چې دا په دې هېواد کې په سوله ييز ډول د واک د لېږد پر لور يو مهم ګام دى.
د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د بانکي مون له قوله ويل شوي دي چې د وري مياشتې د ١٦ مې په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو ټاکنو په بهير کې افغانانو د خپلې راتلونکې د جوړولو لپاره زړورتيا او ژمنه نندارې ته وړاندې کړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو افغانانو غوښتي دي چې د ټاکنو په دويم پړاو کې پراخ ګډون وکړي او په دې توګه د خپل هېواد برخليک په خپلو ګوتو وټاکي.
بانکي مون هيله ښودلې چې، له تېرو ټاکنو څخه د ترلاسه شويو تجربو په رڼا کې په راتلونکو انتخاباتو د رڼو او عادلانه ټاکنو په موخه ګټه پورته شي.
د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د غويي په ٢٥ مه اعلان شوې، خو د اتو کانديدانو له ډلې څوک ونه توانېدل د برياليتوب لپاره اړينې رايې خپلې کړي، چې په دې توګه ټاکنې دويم پړاو ته لاړې.
په دويم پړاو کې چې د غبرګولي په ٢٤ مه ترسره کېږي، دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سره سيالي کوي، چې هر يوه په ترتيب سره په لومړي پړاو کې ٤٥ او ٣١،٦ سلنه رايې اخستې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي عبدالله او اشرف غني ته په لومړي پړاو کې د سالمې سيالۍ او د پايلو د منلو له امله مبارکي ويلې او هغوى يې هڅولي دي چې د ټاکنيز بهير درناوي ته دوام ورکړي.
بانکي وايي: “د افغانستان خلکو پر کانديدانو ټينګ باور وکړ، ټاکنيزو بنسټونو او امنيتي ځواکونو په هېواد کې د سياسي واک سوله ييز لېږ ته زمينه برابره کړه. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو خواوو غواړي چې د خلکو پر باور افتخار وکړي.”