Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک ۲۹ غويى ۹۳): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د يوه توغندي لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياندعمر ځواک د غويي په ۲۹ مه  پژواک  خبري اژانس ته وويل چې پېښه تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستې بريد کړى و، خو  توغندى يې پر عامو خلکو ولګېد چې له امله يې درې ماشومان ووژل شول.

ده وويل چې د وژل شوو ماشومانو عمرونه له لسو کلونو کم دي.

د والي وياند ادعا کوي، چې ډېرى مهال د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کېږي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې ځواکونه يې د پېښې له قربانيانو سره مرسته کړې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.