<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې له دغه هېواده افغانستان ته د غلو دانو صادرات څلور برابره ډېر شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د قزاقستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت ویلي چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.</p>
<p style="text-align: justify;">په راپور کې راغلي چې په ټوله کې د قزاقستان د غلو دانو صادرات ۱۸ سلنه ډېر شوي او ۳.۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، د راپور له مخې قزاقستان پلان لري تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې د غلو دانو د پروسس نوي شرکتونه جوړ کړي چې ټولیز ظرفیت به یې په کال کې ۵.۸ میلیونه ټنه وي.</p>