ژبه

تازه خبرونه
وفا: که امکانات برابر شي، د برېښنا بې لګښته دستګاه جوړوم

خوست (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): شرف الدين وفا وايي، له دې چې اوزګار و، نو له لرګي د موټرسايکل او بايسکل پر جوړولو بوخت شو.

هغه، چې د لرګي د موټرسايکل پر جوړولو يې شهرت ورځ تر بلې ډېرېږي وايي، که زمينه ورته برابره شي د برېښـنا داسې دستګاه به جوړه کړي، چې مصارف به نه لري.

شرف الدين ، چې د خوست اوسېدونکی دی، په ۱۳۸۶ کال کې د کابل پوهنتون له فارمسي پوهنځي فارغ شوی خو وايي، د واسطې د نشتوالي او د اقتصادي ستونزو له امله يې دغه مسلک برېيښى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، تر فراغت وروسته د کار د نشتوالي له امله اړ شو، چې د معمارۍ، ګل کارۍ، نجارۍ او مستريتوب په برخو کې کار وکړي.

ده  زياته کړه، چې په تېرو څو مياشتو کې يې له يوه ساختماني شرکت سره کار کاوه خو په دې وروستيو کې د بې کارۍ له امله يې د ساعت تېرۍ لپاره له لرګي څخه د بايسکل پر جوړولو فکر وکړ.

هغه وويل، چې له لرګي څخه يې د بايسکل جوړولو شکل لومړی په ذهن کې په ډېر فکر کولو ترسيم کړه او وروسته يې د لرګي له تختو په استفادې د هغه پر جوړولو پيل وکړ.

نوموړي وويل، اوس يې د بايسکل تر څنګ موټرسايکل هم له لرګيو جوړ کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((له لرګي څخه پر دغه جوړ شوي بايسکل هر مازديګر له ښاره د باندې له پنځو تر اتو کيلومترو پورې چکر وهم او تر اوسه په کې هېڅ تخنيکي ستونزه نده راغلې.))

شرف الدين وويل، چې که څه هم بايسکل يې په يوه غونډه کې نندارې ته وړاندې کړ خو دولت هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو د خلکو تاوده هرکلي وهڅاوه، چې د موټرسايکل جوړولو تکل وکړي.

هغه وايي، چې په موټرسايکل کې له ماشين، ځنځير، د تېلو ټانکي او دوو ټايرونو پرته، نورې تولې پرزې يې له لرګي څخه ورته جوړې کړې دي.

هغه وايي، دغه کار يې ځکه کړى، چې د يادو پرزو د اخيستو لپاره يې پيسې نه لرلې

نوموړي د موټرسايکل په اړه وويل، چې د مرکز په ګډون يې د دغه ولايت دوو بېلابېلو ولسواليو ته په ازمايښتي ډول پرې سفر وکړ، خو د اتيا کيلومترو څخه په زيات واټن ګرځېدو سره بيا هم له هېڅ ډول تخنيکي ستونزې سره نه دی مخ شوی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له لرګي دغه جوړ شوی موټرسايکل د اوسپنې له عادي (هونډا) موټرسايکل په پرتله يو نيم چند زيات وزن لري.

شرف الدين وويل، چې د موټر سايکل پرجوړولو يې په کور کې پنځلس ورځې تېرې کړې او د وروڼو ترڅنګ تر ټولو ډېره مرسته ورسره خپلې مېرمنې کړې ده.

هغه وايي، چې له دغه کار څخه يې موخه دا وه، چې وښيي افغانان هم په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کولای شي.

نوموړی وايي، چې د بايسکل او موټرسايکل تر جوړېدو وروسته يې د خوست له ميخانيکي لېسې غوښتنه وکړه، چې ده ته په دې لېسه کې په يوه برخه کې دنده ورکړي.

هغه وايي، فکر کوي چې په دغه کار سره به هم د ده اقتصادي ستونزې حل شي او هم به له زده کوونکو سره د ځينو شيانو په جوړولو کې کار وکړي، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نوموړي زياته کړه، چې له دولت څخه سخت ناهيلى شوی، خو دا په دې معنا نه ده، چې دی به د نورو شيانو له جوړولو لاس واخلي.

شراف الدين وايي، چې که ځيني تخنيکي امکانات ورته برابر شي، نو پر داسې يو سيستم يې فکر کړی، چې په ډېر کم لګښت سره به د هر کور لپاره ځان ته پرته له کوم مصرف څخه د برېښنا د توليد ماشين جوړ کړي.

هغه په دې اړه نور څه ونه ويل.

نوموړي وويل، چې اوس له لرګيو د يوه کرولا (ټوډي) موټر پر جوړولو کار کوي، چې له ماشين او ټايرونو څخه پرته نورې ټولې پرزې به له لرګيو څخه ورته جوړې کړي.

خو هغه وايي، چې په دې کار کې ډېر مالي ملاتړ ته اړتيا لري، خو که چا ورسره مالي مرسته ونه کړه، نو کېدای شي، چې د پيسو ذخيره کول ورته ډېرې مودې ته اړتيا ولري.

شرف الدين وايي، دا دوه ورځې کېږي، چې په خوست ښار کې يې له يوه ډاکټر سره په درملتون کې د فارمسس په توګه دنده پيل کړې، چې د مياشتې يې ورته پنځلس زر کلدارې تنخوا منلې ده.

ورته موضوع