ښرنه-غزني،کلات(پژواک،١١غبرګولى٩٣):د پکتيکا او غزني ديني علماوو د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو او د زابل يو شمېر ښځينه وو؛ د ټاکنو د امنيت غوښتنه وکړه.
د پکتيکا ديني علماوو په ټاکنو کې د ونډې لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو دا ژمنه په هغه غونډه کې وکړه، چې همدا نن د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون له لوري رابلل شوې وه.
د غونډې يو تن برخه وال او قومي مشر ملامعصوم وويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د ياد ولايت ډېرو اوسېدونکو برخه اخيستې وه او په دويم پړاو کې به يې هم ګډون ښه وي.
نوموړي زياته کړه:((دپکتيکا خلک د يوه روښانه راتلونکي په نيت او د وړ ولسمشر د ټاکلو په موخه چمتو دي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي.))
د پکتيکا ولايت يو تن ديني عالم مولوي محمدالله وويل، ټاکنې ملي پروسه ده او بايد ټول افغان په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.
ده وويل: (( يوځل بيا به خلک وهڅوو، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.))
د پکتيکا د ټاکنوکمېسيون رييس ذبيح الله وګړي وويل ، پوره چمتوالي لري، چې د رايې ورکولو له ورځې څخه مخکې ټولو مرکزونو ته اړين توکي ولېږدوي.
نوموړي وويل، په دې ولايت کې د خلکو د اسانتياوو لپاره د دغه ولايت ۷۵ د رايې ورکولو نور محلونه هم زيات شوي دي.
د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي ډاډ ورکړ، چې دويم پړاو ټاکنې به هم د لومړي پړاو ټاکنو په څېر له امنيتي ګواښونو پرته ترسره شي.
هغه وويل، افغان ځواکونو په ټولو هغو سيمو کې، چې د وسله وال تر ګواښ لاندې دي، چاڼېز عمليات پيل کړي؛ څو د ټاکنو بهير خوندي کړي.
په پکتيکا کې د رايې ورکولو ۲۶۶ مرکزونه شته، چې د چارواکو په وينا، په لومړي پړاو ټاکنو کې يې ټول پرانيستي وو.
په ورته مهال د غزني ديني علماوو او مدني ټولنو هم ژمنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو د ونډې په موخه عامه پوهاى ترسره کوي.
دا ژمنه په غزني کې د ټاکنوکمېسيون او مدني ټولنو تر منځ په جوړه شوې غونډه کې وشوه.
د غزني د سولې شورا غړي او قومي مشر مولوي عبدالحکيم وويل، هڅه به وکړي، چې په دې ولايت کې خلک په ټاکنو کې ونډې ته راوبولي.
ده وويل: (( سړي اومېرمنې حق لري، چې خپل برخليک په خپله وټاکي او په ټاکنو کې ونډه واخلي.))
د مدني ټولنې غړي احمدشاه د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې دغه غونډه يې د ټاکنو د عامه پوهاوي د څرنګوالي لپاره رابللې ده.
هغه وويل: (( په دې غونډه کې ځوانانو، ديني علماوو، مشرانو او د مدني ټولنو غړو برخه لرله. دوى ژمنه وکړه، چې د ټاکنو په اړه به عامه پوهاى کوي.))
د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول ناظر محمد نبي زاده هيله وښوده، چې ديني علما او قومي مشران به په دويم پړاو ټاکنو خلک برخې اخيستلو ته راوبولي.
بله خوا بيا د زابل يو شمېر ښځينه اوسېدونکې وايي، چې د ناامنيو د مخنيوي په صورت کې به د دغه ولايت زياتې مېرمنې په ټاکنو کې ونډه واخلي.
په دغه ولايت کې د رايې ورکولو٨١ مرکزونه شته، چې د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال يې٣٠ د امنيتي ننګونو له امله تړلي وو.
د دغه ولايت يوشمېر اوسېدونکي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې امنيتي ننګونې د مېرمنو پر وړاندې لويه ستونزه وه، چې له امله يې ډېرو ښځو رايه ورنکړه.
د غوټۍ په نوم د زابل يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل، تېرو ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه؛ خو د ناامنيو له امله يې د کورنۍ ډېرو ښځينه غړو رايه نه ده ورکړې.
غوټۍ زياتوي، چې ټاکنې ملي پروسه ده؛ حکومت دې د ټاکنو بهير د امنيت له پلوه خوندي کړي او افغانان بابد په دې بهير کې ونډه واخلي.
هغې وويل: (( که امنيت ښه وي؛ ډېرې مېرمنې به په ټاکنو کې برخه واخلي.))
ذکيه، چې د کلات د نجونې لېسې د١٢ټولګي زده کوونکې ده پژواک ته وويل، مېرمنې په ټاکنو کې ګډون ته لېواله دي؛ خو ناامني يې پر وړاندې ګواښ بلل کېږي.
د هغې په خبره:(( اوس په اکثره ښاري سيمو کې نارينه، مېرمنو ته اجازه ورکوي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او ښځې هم څه ناڅه په خپلو حقوقو پوهېدلې دي.))
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى وايي، چې دوى د ټاکنو په اړه په تېره بيا د ښځينه رايې ورکوونکو د امنيت خوندي کولو په موخه امنيتي پلان برابر کړى دى.
امنيه قوماندان پژواک ته وويل، په دې ولايت کې د رايې مرکزونو د امنيت لپاره د ښځينه پوليسو په روزنه بوخت دي او د ټاکنو په ورځ به دغه پوليسې پر دندو وګوماري.
د ده په خبره،امنيتي ځواکونو يې په بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه چاڼېز عمليات پيل کړي، چې تراوسه يې ډېرى سيمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې دي.
تر دې مخکې د لوګر په ګډون د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو او مدني ټولنو هم ويلي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې د مېرمنو د ونډې لپاره امنيتي تدابير ونيول شي.
خو تر دې مخکې د ملي امنيت په ګډون ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ويلي وو، چې د دويم پړاو ټاکنو د امنيتي خونديتوب لپاره پوره چمتوالى لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن