لښکرګاه (پژواک ٢٩ غبرګولى ۹۳): د هلمند د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې له تېرو دریو میاشتو را په دېخوا په دغه ولایت کې د خلکو د نه همغږۍ له امله د پولیو ضد واکسین پروسه په ټپه ولاړه ده.
د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبیدالله داودزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، د پولیو ضد واکسين پروسه یو ملي پروګرام دى او د خلکو همغږۍ ته اړتیا لري.
داود زاده وويل، په دې وروستيو کې له دې پروسې سره د خلکو همغږي کمه شوې، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې دي.
ده ونه ویل، چې وسله وال د دې پروسې مخنیوی کوي او که نه؟
هغه ووايي، په هلمند ولايت کې د پوليو پېښې نه دي ثبت شوې؛ خو اړتيا شته په ځينو سيمو کې د پوليو ضد واکسين ترسره شي.
د ده په وینا، له عامي روغتیا، یونيسف او سر صلیب سره یو ځای هڅه کوي څو د پولیو ضد واکسین د ترسره کېدو په برخه کې د خلکو مرسته بیا راجلب کړي.
د ګرشک ولسوالۍ د مارګير سیمې اوسېدونکي عتیق الله پژواک ته وویل، تېر ځل د دوی سیمو ته د واکسین کمپاين ورغلى و خو د ده په وينا کومه ستونزه ورته نه وه پېښه شوې.
بلخوا د مارجې د سیستانـۍ سيمې اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل، د پوليو ضد واکسين له بندېدو همدا اوس خبر شوو، چې دا لړۍ د خنډونو له امله بنده شوې ده.
نوموړي وویل، د طالبانو په سیمه کې هم خلکو پېژنو، چې واکسین کوي او هيڅ ستونزه نه لري، له دي امله دوی لېوال ده ،څو ماشومان يې واکسین شي او له احتمالي پېښو څخه وژغورل شي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP