ژبه

تازه خبرونه
خپلواک: له وزيرستانه راکډه شويو کورنيو سره بشري مرستې کوو

خوست (پژواک ٢٩غبرګولى ٩٣): افغان حکومت به د پولې دېخوا ته د سخت دريځو رااوښتو ته اجازه ورنه کړي، خو د کرښې دواړو خواوو ته مېشت ولسونه نور بايد ونه ځورول شي.

دا څرګندونې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير، خوست ولايت ته د هغه سفر په ترڅ کې وکړې، چې موخه يې له وزيرستانه د راکډه شوو کورنيو حالت معلومول وو.

په دې پلاوي کې پر نوموړي سربېره،  د کډوالو چارو وزير، د عامې روغتيا وزارت مرستيال او د يو شمېر نورو ادارو استازو برخه درلوده.

دي پلاوي د خوست په دولتي مېلمستون کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې له شمالي وزيرستان څخه له راغلو کډوالو سره لازمې مرستې کوي او اسانتياوې ورته برابروي.

د کډوالو چارو وزير جماهېر انوري وويل، هڅه کوي څو له دغو کډوالو سره د لنډمهال لپاره د سرپناه، خوراک، څښاک، پوښاک او نورو اړتياوو به برابرولو کې مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، د ملګرو ملتونو او دغه راز د يو شمېر نورو خيريه موسسو د مرستو راجلبولو په برخه کې به هم هلې ځلې وکړي.

انوري وويل، افغان سره مياشت، د عامې روغتيا وزارت، د بېړنيو مرستو اداره، ملګري ملتونه او ځينې نورې خيريه ټولنې به د پلان پر بنسټ خپلې مرستې تنظيم او پر دوى ووېشي.

د قبايلو چارو وزير ډاکټر محمداکرم خپلواک وويل، له شمالي وزيرستانه د راغلو کډوالو د حالت معلومولو لپاره يې د امنيت شورا او د کابينې د پرېکړې پر بنسټ دې ولايت ته سفر کړى دى.

نوموړي په خپلو خبرو کې د شمالي وزيرستان کډوالو ته د خپلو افغانانو خطاب وکړ او ويې ويل، لکه څنګه چې دوی زموږ ولسونو ته ځای ورکړی و، نو اوس افغانان هم چمتو دي، له دوی سره هر ډول بشري مرستې وکړي.

خپلواک وايي: ((افغان حکومت به د پولې دېخوا ته د سخت دريځو رااوښتو ته اجازه ورنه کړي، خو زموږ يواځينۍ موخه دا ده، چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته مېشت ولسونه نور ونه ځورېږي)).

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر نعيم وويل، چې د عامې روغتيا وزارت به د راغلو کډوالو روغتيايي ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، له پولې رااوښتونکو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد  واکسين تطبيقوي او د ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي لپاره به د کډوالو کمپ تر بشپړ روغتيايي پوښښ لاندې راولي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، تر نن پورې د ولايتي ادارې او د کډوالو چارو د نړيوالې کمېټې له لوري ۱۴۰۴ کورنۍ په رسمي توګه ثبت شوې دي.

نوموړي وويل، د يادو کورنيو د غړو شمېر ۱۰۱۸۹ کسانو ته رسېږي، چې ښځې، ماشومان او سړي په کې شامل دي.

نعيمي زياته کړه، چې په سيمه کې د يادو کډوالو د ثبت لړۍ دوام لري او د کمېسيون د اټکل له مخې، ويل کېږي چې ۱۰زره کورنۍ د خوست مرکز او ولسواليو ته له شمالي وزيرستان څخه راکډه شوې دي.

هغه وويل، دغه کورنۍ د مرکز په ګډون په ګربزو، علېشېرو، تڼيو، سپېرې او ځينو نورو ولسواليو کې مېشتې دي، خو تر فلټر او ثبت وروسته به په ګربزو کې ټاکل شوي کمپ ته انتقال شي.

له شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت د کډوالو د راتلو بهير شاوخوا درې اونۍ هغه مهال پيل شو، چې په ياده سيمه کې پاکستاني پوځيانو د سخت دريځو پرضد عمليات پيل کړل.