Language

کابل ( پژواک، ۶ چنګاښ ۹۳ ) : دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه  او د روژې لومړي ورځ به د یکشنپې په ورځ وي.

د افغانستان ملي تلویزیزون د چنګاښ په ۶مه، د شپې ناوخته د سترې محکمې په حواله وکړ چې په افغانستان او سعودي عرستان کې د رمضان میاشت نه ونه لیدل شوه.

سرچینې زیاته کړه، چې په دې اساس سبا شنبه د شعبان ۳۰مه او یکشنبه د چنګاښ ۸مه به د روژې مپارکې ورځې لومړي ورځ وي.

د پژواک خبري اژانس اداره د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو ټولو هیوادوالو او اسلامي امت ته مبارکي وایي.