ژبه

تازه خبرونه
د وزيرستان له زرو نويو کډوالوکورنيو سره مرستې پيل شوې

خوست ښار ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د شمالي وزيرستان له شاوخوا زرو نورو کډوالو کورنيو سره د لومړنيو خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستو لړۍ پيل شوه.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان د چنګاښ په ٨مه، د دغو مرستو د وېش پرمهال د ګلان په کمپ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې مرستې د کډوالو چارو د نړيوالې کمېټې له لوري پر کډوالو وېشل کېږي.

نوموړي وويل، دغه مرستې د څه باندې زرو کورنيو لپاره راغلې دي او هرې يوې کورنۍ ته د شاوخو پنځلس زره افغانيو معادل مواد ورکول کېږي.

پټان زياته کړه، چې په دې کې خيمې، ترپالونه، غوړي، اوړه، وريجې، کمپلې او ځينې نور خوراکي او غيرخوراکي توکي شامل دي.

نوموړي دغه راز وويل: ((د ګلان په دغه کمپ کې شاوخوا درې زره کورنۍ راټولې شوي او تر زرو زياتو کورنيو ته لا دوخته لومړني خوراکي او غيرخوراکي توکي رسيدلي او نورو ته يې هم رسوو.))

عبدالواحدپټان له نړيوالې غوښتنه وکړه، چې راشي، د دغو کډوالو حالت له نږدې وګوري او د اړتيا وړ مرستې ورسره وکړي.

په افغانستان د کډوالو چارو نړيوالې ادارې ( UNHCR )د حقوقي همکارۍ د څانګې مشر روبين بربادو د مرستو د وېش پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې دا د دوی له لوري د مرستو د لړۍ پيل دی.

هغه له کډوالو سره ژمنه وکړه، چې په ډېر لنډ وخت کې به د ګلان د کمپ په ګډون په خوست ولايت کې ټولو وزيرستاني کډوالو ته اړينې مرستې ورسوي.

د خوست د ګربزو ولسوال محمد اکبرځدارڼ وايي، چې دغې ولسوالۍ ته نورې وزيرستاني کورنۍ هم را راونې دي او د دوی د ګرځنده ډلو له لوري ثبتېږي.

نوموړي زياته کړه ، چې ځينې کډوال په سختو شرايطو کې ژوند کوي او دی هم له خيريه ټولنو غوښتنه کوي، چې د خپل وس مطابق له دغو کډوالو سره مرستې وکړي.

د ګلان د کمپ يوتن کډوال ميرزمان پژواک اژانس ته وويل، چې تر ټولو خوراکي توکو او د څښاک لپاره پاکو اوبو ته زياته اړتيا لري، ځکه، چې روژه هم ده او ګرمي هم زياته ده.

نوموړي په دې اړه داسې وويل: ((بېګا مو پېشنمی وکړ، خو له اوبو او وچې ډوډۍ سره، ځکه چې نور مو په خيمه کې هيڅ شی نه و، اوس د روژه ماتي لپاره له وچې ډوډۍ پرته نور هيڅ هم نشته.))

د خوست ولايت مقام وايي، چې له شمالي وزيرستانه خوست ته د کډوالو کورنيو شمېر تر شل زره اوښتی ، چې تر اوسه د ولايت په بېلابېلو ځايونو کې شاوخوا درې زره کورنيو ته مرستې رسېدلي دي.

دغه مرستې د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې، د ژغورنې نړيوالې کمېټې، د خوراک نړيوال سازمان، د دولت د اضطرار کمېټې او ځينو نورو خيريه ټولنو او سوداګريزو شرکتونو له لوري پر کډوالو وېشل شوې دي.