خوست ښار (پژواک ٢١چنګاښ٩٣) : چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې وزيرستاني کډوالو، خوست ولايت ته له ځان سره وسلې راوړي او يا ښايي وسله وال په کې وي.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې خوست ته راوښتي کډوال بې وسلې دي او د امنيت پر وړاندې هيڅ ستونزې نشي پېښولاى.
په دې وروستيو کې ځينو رسنيو داسې راپورنه خپاره کړل، چې له شمالي وزيرستان څخه خوست ته په راکډه شوو کورنيو کې وسله وال رااوښتي او زياتره يې وسلې لري.
د خوست والي زياته کړه، چې له کرښې ټول رااوړېدونکي کډوال د امنيتي ځواکونو د تلاشۍ په يو شمېر پوستو کې پلټل کېږي، وسلې ترې اخلي او بيا ورته د راتلو اجازه ورکوي.
نعيمي وايي: ((دا ټول کډوال د امنيتي ځواکونو له لوري په ډېرې پاملرنې سره تلاشي کېږي. موږ يو وسله وال کډوال هم دلته نه پرېږدو او هيڅ ډول وسله وال په دې پروسه کې نه ځای لري او نه راوښتی شي.))
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت هم په ټينګار سره د کډوالو په منځ کې د وسله والو کسانو شتون رد کړ او ويې ويل، چې کډوال يې تر جدي څارنې لاندې دي.
غيرت په دې اړه وايي: ((له فرضي کرښې رااوښتي کډوال وسلې نه لري، امنيت يې پولیسو نیولی دی. هغو کورنيو، چې وسلې يې لرلې، په سرحد کې ترې امنيتي ځواکونو اخيستې دي.))
د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ″ګلان″ په کمپ کې يو تن کډوال اسدالله، چې په خبره يې په ډېرو سختو شرايطو کې په يوه خيمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، ياد خبرونه ردل کړل.
نوموړي وويل، چې د ده د معلوماتو له مخې، هيڅ کډوال وسلې نه لري او نه هم له وسله والو مخالفينو سره څه اړيکې لري.
اسدالله وويل:((موږ دا نه منو، چې په کمپ کې وسله وال کسان اوسېږي، دلته نه وسلې شته او نه وسله وال کسان. موږ يواځې ځانونه راخلاص کړي دي، نو بيا وسلې څنګه راوړلی شو؟))
د شمالي وزيرستان د محمد خېلو د سيمې يو تن اوسېدونکي طارق پژواک ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د″ ګلان″ په کمپ کې له نورو کډوالو سره اوسېږي، خو تر اوسه يې له هيچا سره هم وسله نه ده لېدلې.
هغه زياته کړه، که څه هم هرې راکډه شوې کورنۍ په وزيرستان کې د ځان ساتلو په خاطر يو، يو ميل وسله لرله؛خوخوست ته يې د حکومت له وېرې نه ده راوړې.
دغه وزيرستاني کډوال له هغو رسنيو،چې په کډوالو کې يې د وسله والو کسانو د شتون په اړه خبرونه خپاره کړي، غوښتنه کوي، چې د دوی له مجبورۍ دې ناوړه ګټه نه اخلي او نه دې ورته سپکاوی کوي.
د کډوالو چارو د نړيوالو ادارو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې له شمالي وزيرستان څخه خوست او پکتيکا ولايتونو ته نږدې سل زره کډوال راوښتي دي.
د دې کډوالۍ لړۍ تېره مياشت له هغه وروسته پيل شوه، چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړل.