Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بګرام کې د يوې مرستندويې موسسې پر دفتر بريد کې درې تنه ټپيان شوي

لومړى تعقيب، چاريکار (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): د پروان امنيتي مسوولين وايي، چې په بګرام ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو له لوري د “اجمل رحماني” د مرستندويې موسسې پر دفتر بريد کې درې تنه ټپيان شوي دي.

د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزيي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د معلم لالا ګل په نوم يوه قوماندان نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه په دهن ميدان سيمه کې پر ياد دفتر بريد کړى و.

ده زياته کړه، د دواړو لورو ترمنځ نيم ساعت نښته شوې، چې سيمې ته د پوليسو په رسېدو پاى ته رسېدلې او اوسمهال په سيمه کې امنيت ټينګ دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي، چې ٢ تنه يې د معلم لالا ګل او يو تن د يادې موسسې اړوند دى.

امنيه قوماندان وايي، د دې پېښې په تړاو يې له دواړو خواوو څخه يو يو تن نيولى هم دى. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، ترڅو يې لامل معلوم کړي.

د بګرام د خلکو شورا مشر الياس الدين بخشي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې د نورو سپکو وسلو ترڅنګ له ار پي جي ٧ راکټونو او پيکا ماشينګړو هم کار اخيستل شوى دى.

ده زياته کړه، د سيمې خلک له دا ډول نښتو څخه په تنګ شوي او زياتره په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

نوموړي له حکومته وغوښتل، چې له ناقانونه وسله والو څخه وسلې ټولې کړي.

خو د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوس بيا وايي، چې له ناقانونه وسله والو څخه د وسلو ټولول د دوى په وس کې نه دي او په دې اړه بايد مرکزي حکومت لاس په کار شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.