خوست (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د ځينو هېوادونو استخباراتي کړۍ د خپلو اهدافو لپاره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهي.
دا څرګندونې په خوست کې د مجاهدينو د اسلامي يووالي شورا رييس د لويې پکتيا، د شمالي او جنوبي وزيرستان له يو شمېر ديني عالمانو او مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې .
د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو د ديني عالمانو او قومي مشرانو دغه ګډه غونډه په خوست کې د مجاهدينو د اسلامي يووالي په نوم د يادې شورا له لوري رابلل شوې وه.
د دې شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ دې غونډې ته په خبرو کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه قومونه يو وجود او نه بېلېدونکي وبلل.
مولوي سردار وويل، که د کرښې هرې غاړې ته مېشت پښتانه قومونه له هر ډول ستونزو سره مخ کېږي، درد او غم يې د کرښې دواړو غاړو ته ټول پراته پښتانه زغمي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د پښتنو د يووالي او د پښتنو د پرمختګ پر وړاندې د شته خنډونواو د ستونزو هوارى او د اوسنيو ناخوالو د له منځه وړو لپاره په ګډه درېږو او هلې ځلې به کوو.))
مولوي ځدراڼ د سيمي د ځينو هېوادونو پر استخباراتي کړيو تور ولګاوه، چې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د پښتنو قومونو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کولو او بېلولو ته لمن وهي.
نوموړي د لويې پکتيا، شمالي او جنوبي وزيرستان د دغو مشرانو په استازيتوب خبرداری ورکړ، چې تر خپل وس پورې به د دغو استخباراتي کړيو دسيسې شنډې کړي.
د شمالي وزيرستان يوه ديني عالم مولوي خاندراز يادې غونډې ته په خبرو کې لر او بر پښتانه د ژبې، ګډ کلتور، دودونو او د خپلوۍ د اړيکو له مخې ټول سره وروڼه وبلل.
مولوي خاندراز هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې له شمالي وزيرستانه خوست ولايت ته په راغلو ګډوالو کې وسله وال طالبان شتون لري او يا له هغوی سره څه ډول اړيکې لري.
هغه وويل: ((موږ نه القاعده يو، نه له القاعدې او طالبانو سره څه ډول اړيکې لرو. موږ له مطبوعاتو غوښتنه کوو، چې د بې اساسه خبرونو په خپرولو سره زموږ مظلوم ولس ازار نه کړي)).
د سوېلي وزيرستان يوه قومي مشر محمد عمر پر ټولو پښتنو غږ وکړ، چې سره يو شي او په ګډه دې د خپل دښمن له لوري د پلان شوو دسيسو مخنيوی وکړي.
نوموړي په ډاډ سره وويل، چې اوس پښتنو خپل دښمن پېژندلی او هيله څرګندوي چې پر دوو برخو د يو وجود د وېش لپاره به نور چا ته اجازه ور نه کړي.
دغه قومي مشر محمدعمر له افغان دولت او نړيوالو مرستندويه سازمانونو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د شمالي وزيرستان له کډوالو سره خپلو نورو مرستو ته هم دوام ورکړي.
د غونډې ګډونوالو په يوه پرېکړه ليک کې له افغان دولت او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د پښتنو د بې ځايه ځورولو او شخصيتونو د ژوند خونديتوب ته يې جدي پاملرنه وکړي.
په دغه پرېکړه ليک کې همدارنګه د افغانستان او پاکستان له حکومتونو په کلکه غوښتنه شوې، چې ولسي خلک دې د القاعده او يا تروريست په نوم نه يادوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په لټه پوځي عمليات پيل کړي دي.
ځايي وګړي او له کرښې دې خوا ته راکډه شوي کورنۍ ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې کورنه بمبار شوي او د وسله والو پر ځاى يې دوى ته تلفات او زيانونه اړولي دي.