واشنګټن (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري يو ځل بيا د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې جان کري پرون له ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني سره د ټيلېفوني اړيکو پر مهال له هغوى وغوښتل چې د ټاکنو له پروسې سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
هغه په ټينګار سره ويلي، چې دواړه کانديدان بايد د رايو د بيا څېړنې او د ملي حکومت د جوړولو په اړه چې کومه هوکړه کړې، هغه عملي کړي.
سرچينې زياته کړې، چې جان کيري دواړو کانديدانو ته يادونه وکړه، چې افغانستان او نړيواله ټولنه غواړي چې د شوې هوکړې او چوکاټ له مخې چې پرې موافقه شوې، بايد پروسه پر مخ يوړل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په داسې حال کې دغه ټيلېفوني اړيکه نيولې، چې پرون د څلورم ځل لپاره د رايو د بيا څېړنې پروسه د ډاکټر عبدالله د ټيم له خوا د اختلافاتو له امله وځنډېده.