ژبه

د ژورنالېستانو يو شمېر ټولنو او د خوست والي د پژواک پر خبريال بريد وغانده

خوست (پژواک ١٣زمرى ٩٣): په کابل کې د ژورنالېستانو يو شمېر ټولنو د خوست والي او ددې  ولايت خبريالانو د پژواک اژانس پر خبريال عزيزالله همدرد شوى بريد وغانده.

د خوست والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې هغه يو شمېر کړۍ تورنې کړي، چې د واقعيتونو انعکاس، خلکو ته د مثبت پيغام رسېدو او په ټولنه کې د بيان د ازادۍ د زغم وړتيا نه لري.

عبدالجبار نعيمي وايي:((له همدې امله ځينې کړۍ په شيطاني تکتيکونو، مرموزو او د ځنځيري تروريستي کړنو په ترسره کولو سره د ټولنې پر رښتينو خدمت کوونکو بريدونه کوي.))

نعيمي له امنيتي ارګانونو غوښتنه کړې، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي او د بيان پر ازادۍ د کېدونکو بريدونو په مخنيوي کې بنسټيز اقدامات وکړي.

بلخوا بيا د خوست يو شمېر خبريالانو او د مدني ټولنو ځينو استازو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د پژواک اژانس پر خبریال عزیزالله همدرد ترسره شوی برید په کلکه وغانده.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئيس محمد انور زاهد پر همدرد ترسره شوی بريد د خبریالانو پر ازادۍ او حقونو ښکاره تېری وباله.

زاهد له امنیتي او کشفي ځواکونو وغوښتل، چې پر هغه د ترسره شوي بريد عاملین ونیسي، عدلي او قضايي ادارو ته يې تر سپارلو وروسته په قانوني سزا ورسوي.

ازاد خبریال محمدزمان نظري وویل، چې د عزیزالله همدرد راپورونه د حقيقتونو پر بنسټ چمتو او خپاره شوي او همدا لامل دی، چې ځينې کړۍ د حقيقتونو خپرول نشي زغملی.

دغه راز د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې هم د يوې اعلاميې په خپرولو د پژواک پر خبريال شوى بريد غندلى او په دې تړاو يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د پژواک خبريال عزيزالله همدرد وړمه شپه په کابل ښار کې په داسې حال کې چې کور ته په لاره وو د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو سره ټپي شو.