کلات(پژواک ١٧زمرى٩٣): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د زابل د سيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسر کړل.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو پژواک ته ويلي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
دغه راز فراهي وايي، چې تېر ماښام په اووه بجو د کلات اړونده د خرواريانو په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
دده په وينا، په دغه چاودنه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو يو ماشوم په کې ټپى شوى و، چې د سختو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.
بله خوا د شاه جوى ولسوال ملک علي محمد پژواک ته وويل، چې ددى ولسوالۍ د باران کلا د ښوونځي ښوونکى امين الله د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
ولسوال زياته کړه، چې دغه ښوونکى لومړى تښتول شوى و او بيا وروسته د يادې ولسوالۍ د ترنک په سيمه کې د سيند پرغاړه وژل شوى دى.
دده په وينا، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.