Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان د لاسوهنو او بریدونو د ځپلو امر وشو

کابل ( پژواک، ۱۹ زمری ۹۳ ) : دافغانستان د امنيت شورا ؛ امنیتي ادارو ته دنده وسپارله چې د پاکستان او دوی ته د اړوندو وسلوالو هر ډول لاسوهنې او بریدونه وځپي.

له ارګ څخه د زمري په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، دا څرګندونې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې وشوې.

سرچینې زیاته کړې چې د امنیتي سکتور اړوندو وزیرانو د هیواد د امنیتي وضعې په اړه خپل راپورونه غونډې ته  وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي مسوولینو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستانیو ځواکونو د مخ په زیاتیدونکو خوځښتنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل .

د سرچینې د معلوماتو له مخې د هیواد یو شمیر سرحدي ولایتونو کې د پاکستان د مخ په زیاتیدونکو لاسوهنو او بریدونو ترڅنګ په ځانګړې توګه د ننګرهار پر یو شمیر ولسوالیو د بریدونو د ‌‌طرحه کولو په اړه استخباراتي راپورونه هم وارزول.

دا ستخباراتي معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې پنځه تنه پاکستاني وګړي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه تنظیمول دهیواد دامنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د  امنیت شورا، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې په ټولې امادګۍ سره د پاکستان او دوی پورې د اړوندو وسلوالو ډلو هر ډول خوځښتونه، لاسوهنې او بریدونه وځپي.

د سرچینې په وینا، دغه راز په دې غونډه کې د پروان ، نورستان او هرات ولایتونو امنیتي حالات هم وڅیړل او د لازمو اقداماتو سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې د خوست والي په دغه ولایت کې له وزیرستان څخه د راغلیو کډوالو په اړه هم معلومات ورکړل.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.