Language

د ټاکنيزو ناندريو له امله سل فابريکې بندې شوي

 کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٣): د ټاکنيزو ناندريو له امله د روان کال له پيل راهيسې تراوسه پورې سل فابريکو خپل کارونه بند کړي دي.

 د سوداګرۍ او صنايعو وزارت کې  د ملي متشبثينو د مشورتي بورډ صنعيتي مرستيال عبدالرشيد فيضان نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته ددغه مطلب په څرګندولو سره خبردارى ورکړ، چې که ټاکنيز جنجالونه ختم نه شي؛ نو ګڼ شمېر فابريکې به له سقوط سره مخ او د وزګارتيا کچه به دوه برابره شي.

 فيضان له دولت ، د ولسمشرۍ له نوماندانو او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې ټاکنيزې ستونزې وڅېړي او ډېر ژر يې پاى ته ورسوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې ٤٠٠ فابريکې د ځمکې، برېښنا، د برېښنا د بيو لوړوالي، امنيتي ستونزو او مسلکي کارکوونکو د نشتوالي په سبب تړل شوې دي.

د افغانستان د ملي متشبثينو د مشورتي عالي بورډ رييس رحيم الدين حاجي اغا په دغه ناسته کې وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د ټاکيزو جنجالونو په سبب واردات، صادرات او ساختماني چارې زيانمنې شوي  او له افغانستان څخه پانګه بهر ته وېستل شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې ټاکنيزو ناندريو د هېواد اقتصاد ته زيان رسولى او حتى دغې ستونزې د دولت پر بوديجې هم ناوړه اغېزې کړې دي.

نوموړي د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتنه وکړه، چې ټاکنيزې ستونزې پاى ته ورسوي او د ټاکنو پايلو ته درناوى وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په پنځو ولايتونو کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې له خوا د کارو بار په اړه شوې سروې، چې نن خپره شوه، څرګندوي چې د کاروبار وضعيت له پخوا نه خراب شوى دى.

دغه سروې، چې په تېرو درېيو مياشتو کې په کابل، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار کې تر سره شوې،  په ټوله کې له ٥٦٠ سترو، منځنيو او کوچنيو شرکتونو څخه د کار و بار د وضعيت په اړه پوښتنې شوې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې دعامل پلاوي رييس عتيق الله نصرت ټاکنيزې ناندرۍ د کاروبار د وضعيت خرابېدو عمده لامل وبللې او ويې ويل ، چې ددغې سروې د موندنو له مخې، ډېرى کوچني پانګوال او ساختماني برخې زيانمنې شوې دي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي هم ويلي دي، چې د امنيتي ستونزو تر څنګ د بېخ بيناوو نشتوالى او ټاکنيزې ستونزې هم ددې لامل شوې، چې په هېواد کې سوداګريز وضعيت زيات خراب شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.