ژبه

خانشين کې پوليسو يو ملا امام وژلى

لښکرګاه (پژواک  ۲۶ زمری ۹۳): د هلمند د خانشين ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې پوليسو يې د جومات ملا امام  له جوماته بيولی او په وهلو ټکولو يې وژلی دی.

تېره ورځ ناوخته لسګونه ځايي اوسېدونکو د همدې په غبرګون کې د وژل شوي ملا امام جسد د احتجاج په  ډول د ولايت د مقام مخې ته راووړ او د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

يو احتجاج کوونکي قاري عبدالاحد پژواک ته وويل، چې پوليسو د حافظ صالح محمد په نوم دغه ملا امام تېره ورځ ولسوالۍ ته څېرمه د غلامانو په سيمه کې له موټره کښته کړی او په وهلو ټکولو يې  وژلى دى.

د ده په وينا، چې نوموړی ملا امام په سيمه کې يوې فاتحې ته پر لاره و چې د پوليسو له خوا په زوره له موټره ښکته کړل شوى او پوستي ته تر بيولو وروسته يې هلته وژلی دی.

ده له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې څېړنه وکړي، په پېښه کې ښکېل پوليس ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د عبدالرحمن په نوم يوه بل کس خبريالانو ته وويل، چې وژل شوى ملا امام  پوليسو خپلې پوستې ته بيولى او هلته يې په وهلو ټکولو وژلى دى.

نوموړي وويل: ((کله چې د پوليسو پوستې ته ورغلو نو پوليسو راته د  ملا امام جسد را وښود او بيا يې راته وويل، چې له موږ تېښتېده، پر ډزو کې ووژل شو.))

دى ادعا کوي، چې د ملا امام پر جسدو د مرمۍ نښې نشته او د وهلو ټکولو نښې پرې له ورايه ښکاري.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د خانشين ولسوالۍ د يوه ملا امام وژل کېدل تاييدوي خو وايي، چې له پوليسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوى دى.

همت وويل چې تېره ورځ ناوخته يو شمېر کسانو د ياد ملا امام مړى د ولايت مقام مخې ته راوړى و او دوى ورسره ژمنه وکړه، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د امنيې د قوماندان په وينا، وسله والو طالبانو خلک هڅولي وو چې په دې اړه احتجاج وکړي خو د دوى تر  ژمنې وروسته يې احتجاج پاى ته ورسېد او بېرته ستانه شول.

نوموړى وايي، چې د پېښې د لا روښانتيا لپاره پلټونکې ډله سيمې ته استول شوې او تر پلټنو وروسته به يې پايلې اعلان کړي.

همت په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې وروستيو کې د پوليسو پر وړاندې دسيسې ډېرې شوې خو دوى به د امنيت د ټينګښت لپاره پوره هڅې کوي.

هغه په دې اړه ډېر توضيحات ور نه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع