لښکرګاه (پژواک ٢٧ زمرى ۹۳): د هلمند والي وايي، د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې د سنګين په ګډون په شمالي او سوېلي ولسواليو کې د ملکي وګړو په ګډون نږدې دوه زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د زمري په ۲۷مه د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، کابو دوه مياشتې وړاندې په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري جګړه پيل شوه، چې وروسته نورو شمالي او سوېيلي ولسواليو ته وغځېده، چې په ترڅ کې يې ١٩٩٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي: ((په دې جګړه کې ٤ سوه وسله وال،٢٧٠ امنيتي سرتېري،٢٣٠ ملکي وګړي وژلي، ٥ سوه وسله وال ١٩٠ امنيتي سرتېري او ٤٠٨ ملکي کسان ټپيان شوي دي.))
والي وايي، که څه هم اوس وسله وال د سنګين له ډېرو سيمو تښتېدلي، خو غواړي بيا جګړه او بريدونه پيل کړي.
ده وويل، چې په خانشين ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د بريدونو لپاره خوځښتونو او پلانونه جوړ کړي، خو افغان امنيتي ځواکونه يې مخنيوي ته چمتووالى لري.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وويل، تر هغه چې وسله وال بريدونه پيلوي، دوى به يې پر پټنځايونو عمليات ترسره کړي.
د ده په وينا، د سنګين په ګډون په نورو ولسواليو کې هم د دولت وسله وال سخت وځپل شول او له سمې وتښتېدل.
په دې خبري غونډه کې د کورنيو چارو د ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وويل، چې د امنيت د ټينګښت لپاره بېلابېل پلانونه لري.
نوموړي يو ځل بيا د ښې حکومتوالۍ په جوړېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، که ولس ته په خپلو سيمو کې په شفاف ډول سره خدمات وړاندې شي، امنيت به په اسانۍ سره ټينګ شي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال فاروق پرواني وويل، اوس په هلمند کې جګړه پاى ته رسېدلې او يواځې ستونزه د ماينونو ده چې ټول ځواکونه يې په همغږۍ په شنډولو بوخت دي.
د يادولو ده، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې دوه مياشتې وړاندې جګړه پيل شوه، چې بهرنيان طالبان هم په کې شامل وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP