Language

وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد- محمودراقي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د ننګرهار او کاپيسا ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې لسګونو وسله والو او شپـږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې لسګونو وسله والو تېره ورځ په دور بابا ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې نښته دوه ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه د وسله والو کره شمېر ونه  ښود، خو دا يې هم وويل چې په دې نښته کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

عبدالزى وايي چې اوس هم په سيمه کې چاڼيز عمليات دوام لري او نور جزئيات به د عملياتو په پاى کې په ډاګه شي.

خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې په نښته کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل او يو بل ټپي دى.

سرچينه وايي چې وسله والو پر يو شمېر پوليسو ډله ييز بريد کړى و او نښتې د شپې تر ناوخته دوام درلود.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکتر ګل رحمن پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې نښتې مړي او ټپيان نه دي ور وړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې په تګاب او نجراب ولسواليو کې د نښتو پر مهال له لسو ډېرو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ امر عبادالله تلوار پژواک ته وويل چې د نجراب ولسوالۍ په چهارکلا سيمه کې پر سيمه ييزو بريد شوى و چې په پايله کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي، خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړى وايي د دې ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې د وسله والو په يوه بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.

هغه دغه راز وويل چې د تګاب ولسوالۍ په بدراب سيمه کې بيا د کومانډو ځواکونو په يوه بريد کې درې وسله وال وژل شوي، دوه ټپيان دي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د نجراب په جګړه کې يې ګڼو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو نوموړي د تګاب د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.