ژبه

کندهار کې یو قومي مخور په ډزو وژل شوی

کندهار (پژواک، ۲۹ غوایی ۱۴۰۵): یوه امنیتي سرچینه وایي، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کلمتر سیمه کې نامعلومو وسله‌والو کسانو تېره شپه یو قومي مخور په ډزو وژلی دی.

په کندهار ولایت کې یوې امنیتي سرچینې نن ‎پژواک ته وویل، وژل شوی کس حاجي احمد شاه خان ادوزی نومېده، چې د سیمې له پېژندل شوو قومي مشرانو څخه و.

د سرچینې په وینا، برید تېره شپه ترسره شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دی.

تر اوسه د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د سرچینې د معلوماتو له مخې امنیتي کسانو د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره پلټنې او څېړنې پیل کړې دي.