خوست-ښرنه (پژواک ٦ تله ٩٣): چارواکي وايي د خوست او پکتيکا مېشتو وزيرستاني ګډوالو په ماشومانو کې د پوليو ناروغۍ نه مخنيوى، ښايي دا ناروغي نورو کسانو ته انتقال شي.
په خوست کې د ګوزڼ درې پېښې او په پکتيکا ولايت کې يوه تثبيت شوې؛ خو روغتيايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې پر ۱۲ نورو ماشومانو يې هم شک کېږي چې دا ناروغي به ولري.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، له امکاناتو په ګټې اخيستنې يې د وزيرستاني کډوالو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکولو لړۍ پيل کړې ده.
ګل احمدشاه وايي چې پر واکسين سربېره يې د پوليو د خپرېدو د مخنيوي لپاره د مېشتو کډوالو په سيمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل کړي دي.
ده زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت، نړيوالو روغتيايي سازمانونو او مرسته کوونکو ادارو له مرستو پرته ناممکنه ده چې د دې ساري ناروغۍ په مخنيوي کې بريالي شي.
هغه وويل: ((موږ په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت، د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO او د ځينو نورو نړيوالو خيريه سازمانونو مرستو ته جدي اړتيا لرو))
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار له پژواک اژانس سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د پوليو د ناروغۍ تثبيت د خوست او شاوخوا ولايتونو لپاره د خطر زنګ وباله.
خاکسار په دې برخه کې له نړيوالو روغتيايي شبکو د مرستې د غوښتنې تر څنګ وويل چې د دې ناروغۍ کنترول او مخنيوی د افغانستان د دولت له وس پورته کار دی.
د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل چې دوی په ياده برخه کې پوره امکانات نه لري.
هغه وويل چې په دغه ولايت کې د پوليو ناروغۍ تثبيت ډېر اندېښمن کړي؛ ځکه ډېره شونتيا شته چې پر وزيرستاني کډوالو سربېره د خوست ځايي خلکو ته هم ډېر ژر انتقال شي.
روان د عامې روغتيا پر وزارت سربېره پر نړيوالو غږ وکړ چې دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
بلخوا د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر سيد جعفر سادات پژواک اژانس ته وويل چې د پوليو د مخنيوي لپاره به په هغو سيمو کې، چې وزيرستاني کډوال مېشت دي، د (جاروب کول) په نوم کمپين يو ځل بيا ترسره شي.
سادات وايي، د پوليو د انتقال د مخنيوي دغه کمپين وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو په يوه مېشت غالي کې په يوه څلور مياشتني ماشوم کې د پوليو ويروس تثبيت شو.
هغه وايي: ((موږ پلان لرو، چې د يونيسف په مرسته په برمل، ارګون او سروبي ولسواليو کې د اکټوبر له ١٢مې تر ١٧مې يوځل بيا هم د پوليو د مخنيوي (جارو کول) کمپين ترسره کړو)).
سادات وويل ،چې په کډوالو کې د پوليو او دغه راز د نورو ساري ناروغيو د کنترول او مخنيوي لپاره د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو پراخو او بيړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري.
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د روغتيايي شورا امر استاد شمس له دولته غوښتنه وکړه چې د دې خطرناکې او ساري ناروغۍ د انتقال د مخنيوي لپاره لارې چارې ولټوي.
نوموړي د دې ترڅنګ له هېوادوالو هم وغوښتل چې د واکسيناسيون د کمپاين پر مهال دې پر شرايطو برابر ټول ماشومان واکسين کړي څو د ګوزڼ له لوی خطر څخه وژغورل شي.
افغانستان د نړۍ يو له هغو دريو هېوادونو دی چې د پوليو يا ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
په روان ٢٠١٤ ميلادي کال کې د څېړنو له مخې په پاکستان کې د پوليو ١٠٤، په افغانستان کې ٨ او په نايجريا هېواد کې د پوليو پنځه پېښې تثبيت شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن