کابل (پژواک، ٧ تله ٩٣): د تحول او تدوام لوړپوړى غړى احمدضياء مسعود د اصلاحاتو او غوره حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر د فوق العاده استازي په توګه وټاکل شو.
د وزيرانو شورا دارالانشاء او چارو ادارې له خوا پژواک ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اساسي قانون د (٦٤مې) مادې ١٣مې فقرې ته په پام سره د ادارې د اصلاح ، ښه والي او ښې حکومتوالۍ د پراختيا په موخه احمدضياء مسعود چې د هېواد په اداره کې له غوره تجربې څخه برخمن دى، په دغې څوکۍ ټاکل شوى دى.
همدارنګه د هېواد نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، نن د ولسمشرۍ په ارګ کې د خپلې لوړې مراسمو ته په خپله لومړنۍ بيانيه کې وويل، چې احمدضياء مسعود د اصلاحاتو او حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازى دى، چې مننه ترې کوي.
احمدزي په درې ګونو قواوو کې په اصلاحاتو ټينګار وکړ او خپل حکومت يې خلکو ته ځواب ورکوونکى وباله.
د ويلو ده، چې د احمدشاه مسعود د ورور احمدضيا مسعود لپاره چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ تحول او تدوام ټاکنيزې ډله کې مخکښ غړى و، د احمدزي له خوا ورسره د بريا په صورت کې په حکومت کې د اجرايي رياست څوکۍ ژمنه شوې وه، خو مسعود د ملي يووالي حکومت جوړېدو لپاره له دغې دندې لاس په سر شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP