ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ١٩ ټپيان دي

د هلمند چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ١٩ ټپيان دي

author avatar
8 Oct 2014 - 11:15
د هلمند چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ١٩ ټپيان دي
author avatar
8 Oct 2014 - 11:15

لومړى تعقيب – لښکرګاه (پژواک ١٦ تله ٩٣): چارواکي وايي چې د هلمند په چاودنه کې د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون  پنځه تنه وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي.

دا موټر بم چاودنه نن له غرمې مخکې کابو يوولس بجې د لښکرګاه په ښار کې د نوزاد ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان  عبدالله خان د کور  مخکې ته وشوه.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال حاجي ويس اميري پژواک ته وويل چې په دې موټر بم چاودنه  کې پوليس افسرانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.

هغه وويل چې په چاودنه کې عبدالله خان هم ټپي شوى ، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ده زياته کړه چې عبدالله خان څو ورځې مخکې له دندې لرې شوى و، خو تراوسه لا بلې ولسوالۍ ته د امنيه قوماندان په توګه نه و معرفي شوى.

د هلمند ولايت د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې پنځه مړي او ١٩ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې د پېښې په قربانيانو کې پوليس هم شامل دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې موټر بم چاودنه د نوموړي قوماندان د کور مخکې ته شوې ، چې له امله يې د سيمې ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي رازق پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يې کوچنۍ لور وژل شوې او کور يې وران شوى دى.

ويل کېږي چې ښايي د پېښې تلفات تر دې هم ډېر وي.

 

د دې خبر په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.