کابل (پژواک ١٧ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزى وايي، د يوه منظم کاري پروګرام له مخې به په اونۍ کې يو ځل له واليانو سره ګوري او ځانګړې لارښوونې به ورته کوي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني احمدزي، نن (د تلې ١٧مه) د سيمه ييز ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست عبدالخالق فراهي او د دغې ادارې له مرستيالانو سره په ارګ کې وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې کتنه کې چې د جمهوري رياست دوهم مرستيال سرور دانش او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضياء مسعود هم حضور درلود، د تېرې ناستې پر دوام د واليانو د ټاکنې لپاره پر ځانګړو معيارونو او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدلو پر لارو چارو بحث او خبرې اترې وشوې.
ولسمشر احمدزي د مرکز او ولايتونو ترمنځ په منظمه توګه د اړيکو پر ټينګښت ټينګار کړى دى.
ده ويلي: “له دې وروسته به دى په خپله د يوه منظم کاري پروګرام له مخې، په اونۍ کې يو ځل د هېواد له واليانو سره وګوري او خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به ورته ځانګړې لارښوونې وکړي.”
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په دې ناسته کې د هېواد په لويو ښارونو کې د ستونزو د په ګوته کولو او له منځه وړلو په موخه د ښارواليو او خلکو ترمنځ د اساسي بحثونو پر لاره اچولو باندې خبرې و شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP