Language

کاپيسا کې سلګونو تنو د اکسپرېس ورځپانې پر ضد لاريون وکړ

محمود راقي ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې سلګونو تنو د اکسپرېس ورځپانې پر ضد لاريون وکړ او د يادې ورځپاڼې د مسوولينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

څو ورځې مخکې په کابل کې د (افغانستان اکسپرېس) په نامه يوې انګليسي ورځپاڼه کې د خداى ، رسول او اسلام د مقدس دين په اړه ناوړه ليکنه خپره شوې وه.

د دغې ليکنې په غبرګون ، د لړم په اومه د کاپيسا ولايت سلګونو اوسېدونکو او د البيروني  پوهنتون محصلينو لاريون وکړ او د يادې ورځپاڼې د بندولو غوښتنه يې وکړه.

د ذاکر په نامه د محصلينو يوتن مشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان اسلامي هېواد دى او اسلامي ارزښتونو ته بايد په دې هېواد کې درناوى وشي.

هغه زياته کړه، هغه چا چې دغه مقاله ليکلې يا يې خپره کړې  د بښنې نه دي، بلکې دوی ته بايد سخته سزا ورکړل شي، ترڅو نور ترې پند واخلي.

همدا ډول د خير الله په نوم بل لاريون کوونکی وايي : (( د هرې ناوړې پېښې رامنځته کوونکی بښل کېږي خو زموږ غوښتنه له حکومت څخه داده، چې ياده رسنۍ بنده کړي او چلوونکو ته د  اسلام په رڼا کې سزا ورکړي .))

په ياده ليکنه کې چې اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی شوی ، د هېواد  د علماوو له خوا وغندل شو او د هېواد په  هرګوټ  کې بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل.

د نظري په نامه د کاپيسا ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا ډول کارونه داسلام او افغانانو دښمنان  ترسره کوي، څو په هېواد کې ګډوډي رامنځته شي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې په کابل، ننګرهار، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ډول لاريونونه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د يادې ليکنې ليکونکى له هېواده بهر دى او د ورځپاڼې څښتن  هم له هېواده تښتېدلى دى.

Related Topics