خوست ښار (پژواک ٨ لړم ٩٣): د خوست په پنځو ولسواليو کې د ثبات د پروګرام (سيکا) له خوا د ځوانانو د ښې رهبرۍ، بدني روزنې او دغه راز په ټوليز ډول د ځوانانو د پرمختګ په نوم پروګرام پيل شو.
د دغه پروګرام د جوړېدو په مراسمو کې چې د لړم په ٨مه د خوست په اداري کمپلکس کې جوړ شوي وو، پر ځايي چارواکو سربېره د بېلابېلو مدني ټولنو غړو او لسګونو ځوانانوګډون کړی و.
په خوست کې د ثبات پروګرام يو تن مسوول اسماعيل پژواک اژانس ته وويل چې د ياد پروګرام د پر مخ بيولو لپاره د ولايت په کچه د لسو نجونو په ګډون د ځوانانو يوه دېرش کسيزه کميټه جوړه شوې.
نوموړي زياته کړه: ((دغه کمېټه به د خوست په مرکز او ولسواليو کې له ځوانانو سره د غونډو له لارې د هغوی له ستونزو څخه د خبراوي مسووليت پر غاړه ولري.))
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، د سيکا له لوري ياد پروګرام په مندوزيو او اسماعيل خېلو، تڼيو، ګربزو، ځاځي ميدان او نادرشاه کوټ ولسواليو کې پلی کېږي.
نوموړي وويل، ځوانان کولای شي چې د دغه پروګرام له لارې د امنيت د ټينګښت، په دولتي ادارو کې د اداري فساد د مخنيوي او دغه راز په ټولنه کې د اخلاقي فساد په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.
نعيمي زياته کړه: ((ځوانان د ډيموکراسۍ په غوړيدا کې ډېر کار کولای شي، چې ښه بيلګه يې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په تېرو ټاکنو کې د ځوانانو پراخ ګډون و.))
د خوست د مدني ټولنې يو تن فعال فاروق جان منګل وويل، چې دا مهال ډېری ځوانان د يو شمېر مافيايي کړيو له خوا انحصار او د خپلو شخصي ګټو په خاطر ترې ګټه اخيستل کېږي.
نوموړي د خوست له مسوولو چارواکو په ټينګار سره وغوښتل چې په دغه ولايت کې د ځوانانو اوسنۍ ستونزې درک او د هواري لپاره ورته بنسټيزه لار ومومي.
منګل د ثبات پروګرام له مسئولينو هم غوښتنه وکړه او ويې ويل:((د عامه پوهاوي پروګرامونه بايد لرې پرتو کليو او بانډو ته هم وغځول شي او له ناوړه کارونو څخه د ځوانانو په راګرځولو کې رول ولوبوي.))
د خوست د ښځو حقونو يوې فعالې مېرمن زينب په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو لپاره دې هم په بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده کړو اوږدمهاله کورسونه او ځيني نورو ښوونيز پروګرامونه جوړ شي.
نوموړې زياته کړه: ((سره له دې، چې زياتره ښځې باسواده دي، بيا هم بې روزګاره دي. موږ له دولتي مسوولو چارواکو غوښتنه کوو، چې د هغوی لپاره د کاري زمينې په برابرولو کې جدي ګام واخلي.))