ژبه

پاکستان ٢٩ بنديان افغان حکومت ته وسپارل

خوست (پژواک ١٠ لړم ٩٣): د خوست چارواکي وايي، د دې ولايت په سرحد کې پاکستانيو مامورينو ۲۹ تنه افغانان، چې په پاکستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري نيول شوي وو، افغان حکومت ته وسپارل.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو کسانو کوم ښکاره جرم نه دی کړی، خو د پاکستان د پوليسو په وينا، د هويت د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د هغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي وو.

ده زياته کړه، دغه بنديان د افغانستان او پاکستان د سفارتونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په ترڅ کې د يوې هوکړې له مخې، نن د خوست ولايت په يوه سرحدي سيمه کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

هغه دغه راز وويل، د پاکستانيو ځواکونو له لوري دغه نيول شوي کسان ځکه د خوست امنيتي ځواکونو ته وسپارل شول، چې د نورو ولايتونو په پرتله دغه سيمه نږدې بلل شوې ده.

که څه هم مبارز ځدراڼ د يادو ۲۹ افغانانو د سپارلو سيمه او دقيق وخت په ګوته نه کړ، خو ويې ويل، چې په دغو کسانو کې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي شامل دي.

تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې ياد کسان پاکستانيو پوليسو کله نيولي او د څومره وخت لپاره يې په زندان کې ساتلي وو.

د خوست د والي له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت ته دغه سپارل شوي کسان به ډېر ژر له خپلو کورنيو سره يو ځای کړي.

 

ورته موضوع