ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ”مرډ برنامې” لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

ننګرهار کې د ”مرډ برنامې” لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

author avatar
10 Nov 2014 - 12:13
ننګرهار کې د ”مرډ برنامې” لپاره نوې ودانۍ جوړيږي
author avatar
10 Nov 2014 - 12:13

جلال اباد (پژواک ١٩ لړم ٩٣): د ننګرهار د فوايد عامې  رياست کې د ”مرډ برنامې” لپاره د نوې ودانۍ په جوړلو سره به  د پرمختيايي چارو په ترسره کولو کې  اسانى راشي.

د دې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د لړم په ١٩ مه کېښودل شوه.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول فقير پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده برنامه چې به په ټول ننګرهار کې د کليوالي سړکونو د جوړونې چارې پر مخ وړي، نن يې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ده زياته کړه چې پر يادې ودانۍ ټولې ١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، د ١٤ مياشتو په موده کې جوړېږي، چې ٣٠ خونې او نور اړونده ملحقات به يې په درېيو پوړونو کې بشپړ شي.

د رييس په خبره، چې د مرډ برنامه په درېيو وزارتونو پورې اړه لري او د يادې ودانۍ لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کيږي.

نوموړي وويل: (( د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ ټولې هغه ستونزې هوارې شي، چې پخوا د دغې برنامې کارکوونکو لرلې.))

دى زياتوي چې د جوړونکي شرکت له کارونو څخه به په بېلابېلو وختونو کې نظارت کوي، تر څو د ودانۍ په ښه کيفيت سره بشپړه شي.

د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاالله لودين د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې پر کېښودو خوښي څرګنده او زياته يې کړه چې دوى هڅه کوي ، څو ننګرهار ولايت کې د بيارغونې ورته پروژې پلې کړي.

نوموړي د يادې برنامې پر چلوونکو هم غږ وکړ ، چې خپلې چارې دې په سمه توګه پر مخ يوسي او کوم کليوالي سړکونه چې تخريب وي ورغوي او د نويو لپاره نوي اقدامات په لاره واچوي.

ياده دې وي چې د مرډ(Mard) برنامه د هېواد د درېيو وزارتونو فوايد عامې،کليو پراختيا او ماليې له لوري په شريکه پرمخ بيول کيږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.